مدثر پوپلزی - جرمني
ايډیټ: میرویس جلالزی
هغه سمندري اته پښیزه ژوې ته د مرګ ګواښونه شوي چې د هسپانیې او هالنډ د فوټبال د لوبډلو تر منځ یې د تیرې شپې د سیالۍ وړاندوینه کړي وه.
دغه اکټاپوس پاول نومیږي.
د پول ساتونکی چې د جرمني په لویدیځ کې دی وایې چې په سلګونو ایمیلونه یې تر لاسه کړي چې پکې پاول ته د مرګ ګواښ شوی او هغه ته لیکل شوي چې باید په کړایۍ کې کباب شي نه دا چې وړاندوینه وکړي.
دغه اکټپوس یا سمندري ژوي څو ورځي دمخه وړاندوینه وکړه چې هسپانیه به لوبه ګټي او تر هغې دمخه یې د جرمني د ماتې پیش بیني هم کړي وه .
اکټاپوس داسي وړاندوینه وکړه چې هغه ته په دوو شیشه یې لوښو کې چې سرونه یې تړلي ول د هغه د خوښي وړ خوراکي توکې واچول شول او په یوه لوښي د هسپانیې او په بل لوښي د هالنډ بیرغ سریښ کړای شوی نو اکټاپوس ورغی او د هسپانیې بیرغ درلودونکي خواړه یې وخوړل چې دا د بریالي توب وړاندوینه وه.
اکټاپوس تر دې دمخه اوه ځله مهمې وړاندویني کړي چې هغه ټولي سمې ختلي دي.
د هسپانیې صدراعظم چې کله د اکټا پوس پر وړاندي د ګواښونو خبر نن سهار تر لاسه کړه د جرمني په دولت یې غږ کړی چې ژر تر ژره دغه مقدس ژوي ته په لسګونو ساتونکې مقرر کړي او د هغه امنیت خوندي وساتي.
له بل لوري د هسپانیې د صنایعو وزیر میګلو سبستیان د جرمني له دولت څخه غوښتي چې دغه اکټاپوس یا سمندري ژوۍ د څه مودې لپاره هسپانیې ته ولیږي تر څو د هغه امنیت خوندي وساتل شي.
کله چې اکتاپوس تیره اونۍ د جرمني د ماتې وړاندوینه وکړه او د آلمان لوبه پیل شوه د برلین په ښار کې شاوخوا دری نیم لکو آلمانیانو چې د ټلویزیون په پرده یې د خپلې لوبډلي سیالۍ کتله د اکټاپوس پر ضد سندري ویلي او د هغه وړاندوینه یې غندله .
د اکټاپوس ساتونکی وایې چې د هسپانیې او هالنډ د ټیمونو پر وړاندي د اکټاپوس وړاندوینه ښایې د دغه ژوې وروستۍ وړاندوینه وي ځکه چې د هغه عمر دری نیم کاله وي او د فیفا راتلونکي سیالۍ به څلور کاله پس تر سره کیږي چې په هغه وخت کې به اکټاپوس په دې دنیا نه وي.