مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

incwpt : په افغانستان کي فساد دوه برابره سوی دی

ژباړه م س پکتیاوال

په افغانستان کښې د فساد په اړوند ټول پوښتنه
په افغانستان کښې اداري فساد دوه برابره د ۲۰۰۶ع کال څخه زیات شوی
د یوې نړیوالې ورځپاڼې چې (international nonprofit corruption watchdog published today. ) مومیږي د سروې پر بنسټ د ۲۰۰۷ ع کال څخه راپدیخوا په دوو کلونو کې اداري فساد (د بډو راکړه ورکړه) په افغانستان کښې دوه برابره شوی ده.
دغه ډله، چې د سپېڅلتوپ ګړۍ (Integrity watch ) نومیږي وائي چې په ۲۰۰۹ع کال  کښې افغانانو نیږدې ۱ بیلیون ډالر بډې ورکړې دي.

یوه ټول پوښتنه چې د ۶۵۰۰ افغانانو نه ترسره شوې ده، چې شاوخوا ۳/۱ برخه د سروې (هراړخیزه څېړنه) ښکاره کوي چې عام وګړي د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره باید بډې ورکړي.

د دغې ټول پوښتنې د نیمایی څخه زیات پدې اند دي چې ‌طالبان حکومت ځکه پیاوړی او ځواکمن وه چې په  اداره کښې یې فساد نه ؤ.

د سپېڅلتوب ګړۍ  (Integrity Watch) وائي چې فساد د  یوه داسې  سخت مورچل یا سنګر شکل غوره کړی چې حتی د نړیوالې ټولنې د بیلیونهاوو ډالرو هڅې چې د افغانستان دې ۳۰کلنې جګړې وروسته ، د نهه کلنې شخړې د پای ته درسولو په موخه مرسته کوي له تهدید سره مخ کړې دي. دغه ټکی دې ادارې د راپور څخه تالیف شوی دی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery