مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ایرنا: افغانانو ته دمدیریت سپارل، د بریالي توب تظمین

سرچینه: ایرنا خبری آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


حامد کرزی: افغان دولت ته دمدیریت سپارل بریالي توب تظمینولای شي

افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغان دولت ته د مدیریت او مشرۍ سپارل په دغه هیواد کې د بریالي توب تظمین کولای شي.

دغه غونډه د افغان دولت په ابتکار او کوربه توب په کابل کې جوړه شوي وه.

ایرنا خبري آژانس کاږې چې حامد کرزي د بهرنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د نړۍ د کابلو اویا هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ته په وینا کې وویل چې د یوه پیاوړې او غښتلي مرکزي دولت موجودیت کولای شي چې اوسني ګواښونه له مینځه یوسي.

نوموړي له ناتوانه حکومت والۍ څخه هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه مسله د دیموکراتۍ د ټینګښټ او د بیاودانولو د پروژو د ښه پرمختګ پر وړاندي د یوه خنډ په توګه پرته ده چې افغان دولت د دغې ستونزي په لري کولو کې ځان ژمن بولي.

ایرنا خبري آژانس وړاندي لیکي چې کرزي په خپله وینا کې د یو شمیر متحدینو له لوري د افغان دولت تر څنګ د یو شمیر واک لرونکو هغو ادارو له جوړښت څخه سر وټکاوه چې پر وینا یې دحکومت لاس یې لنډ کړی او نوموړي له خپلو متحدینو غوښتنه وکړه چې د دغه شان ادارو پر ځای باید افغان مرکزي دولت غښتلی کړای شي او د دغو ادارو جدي څارنه باید وشي.

نوموړي په تیرو نهو کلونو کې د اساسي قانون له جوړیدو د یوې لویې لاس ته راوړنې په توګه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه قانون د پلي کولو لپاره د دری ګونو قواوو همکارۍ ته اړتیا ده .

حامد کرزي د سولې ملې مشورتې جرګه یاده کړه او هغه یې د افغانانو په مینځ کې د یوې  سترې ملې غونډي په توګه یاده کړه چې پر وینا یې د دغې جرګې استازو ورته له مخالفینو سره د خبرو وړاندیز کړی دی.

کرزي یو ځل بیا له مخالفینو وغوښتل چې له بغاوت څخه لاس واخلي او د اساسي قانون په منلو سره خپل عادې ژوند پیل کړي.

حامد کرزي د خپلو خبرو په ادامه د خپلو کورنیو ځواکونو د وړتیا له لوړیدو هم یادونه وکړه او ویویل چې د هیواد پوځ به یې وکولای شي چې د ۲۰۱۴ کال تر وروستیو پوري د خپلو پولو د ساتلو جوګه شي.

حامد کرزي له خپلو پولیسو او د ملي امنیت له ځواکونو سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه  او په خپل نظام کې یې د اصلاحاتو راوستل د خپلو لومړي توبونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه: (( د اصلاحاتو په راوستلو سره د فساد زمینه تر ډیره بریده له مینځه ځي، او په دې سره به ځوانانو ته د کار ډیر فرصتونه رامنځ ته شي)).

حامد کرزي د خپلو خبرو په دوام کې د افغانستان د طبیعي زیرمو د ارزښت یادونه وکړه او ویویل چې د هیواد د طبیعي زیرمو ارزښت یې له یو تر دری تریلیونه ډالرو ته رسیږي او په دغه برخه کې به پانګونه وکړای شي چې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت نور ارزښتونه هم رامنځ ته کړي.

حامد کرزي دخپلو خبرو په دوام د ادارې فساد پر وړاندي د مبارزې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د ادارې فساد د نوې قانون له مخې ټول چارواکې مکلف دي چې خپلې شتمنۍ ثبتي کړي او که چیرته کوم کس له دغه کار څخه سر غړونه وکړي په هر دولتي څوکۍ چې وې ورسره به سخت قانوني چلند وشي او له شدیدو مجازاتو سره به مخ شي.

حامد کرزي په تیر کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۱۳ ملیونه ډالره یاده کړه چې د نوموړي پر وینا نیمایې دغه پيسې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ته د توکو د لیږدولو په برخه کې کارول شوي دي.

افغان ولسمشر له اسلام آباد سره د کابل وروستي سوداګریز تړون ته په اشارې وویل چې دا یې د حکومت یوه بله لویه لاس ته راوړنه ده چې د سیمې د اقتصاد په ښه کولو کې ډیر مهم ګام دی چې د پاکستان او افغانستان له لوري پورته کړای شوی دی.

حامد کرزي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په لنډ مهالو او ضعیفو پروژو نیوکه وکړه او د دغه سیاست د بدلون سربیره یې د افغان دولت تر څار لاندې د اوږد مهالو او با ثباته پروژو د په لاره اچولو غوښتونکی شو.

حامد کرزي وویل چې د امریکا دولت ورسره ژمنه کړي چې پس له دې به خپله نیمایې برخه پيسې د ده حکومت ته په واک کې ورکوي چې له دغه لاري په مصرف ورسیږي.

حامد کرزي همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د یوې دوه نیم کلنې دوري لپآره خپلې مرستې د افغانستان د عمومې بودجې له لارې په مصرف ورسوي، په داسي حال کې چې دغه رقم تر دې دمخه شل سلنه وو چې یوازي اته سلنه یې د افغان دولت تر نظر لاندي لګول کیدل.

کرزي د مخدره توکو کاروبار او کر کیله د  خپل حکومت پر وړاندي یو بل لوی خنډ یاد کړ او زیاته یې کړه چې له دغې لارې غټه اندازه پیسې د مخدره توکو د مافیا او د افغان دولت د وسله والومخالفینو جیب ته لویږی.

کرزي له خپلو نړیوالو شریکباڼو غوښتنه وکړه چې د مخدره توکو له کاروبار څخه د افغانانو په را ګرځولو کې ډیري هڅي وکړي.

حامد کرزي د خپلو خبرو پرمهال د افغانانو د روغتیایې حالت په باب وویل چې   هر کال یې ګن شمیر میندې او ماشومان د دارو درملو، ډاکټرانو او صحي مراکزو د نه شتون له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

میرویس جلالزی - بینوا ویب پاڼه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery