دلنډوکیسو لومړۍ ټولګه وروستی فصل په ننګرهارکې دګودرخپرندویې ټولنې له خوا په سلومخونوکې په ښکلې بڼه دزروټوکوپه تیراژ چاپ شوه په دغه کتاب کې دلیکوال شل هغه کیسې راټولې شوې چې لیکوال له ۱۳۸۰کال نه راپه دیخوالیکلي دي اوله دې نه وړاندې یوځل په انټرنټ کې بېنواونوروویبپاڼو هم خپرې کړي دي په کتاب کې راغلې کیسې دافغاني ټولنواوسنی انځورراغلی دی سریزه اوچاپ زیاریې مجیب احساس اودکمپوزچارې یې صادق الله صادق ترسره کړي دي
دکتاب ډالۍ په دې ډول ده
دپښتو داستاني ادب وتلي لیکوالواستادسعدالدین شپون اواستاداسدالله غنضفرته !
دیادونې وړده چې دادلیکوال شپږم نثری اثردی چې وړاندینی اثریې دښکلاناول وو