مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-26   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

wikileaks: د افغان جګړې محرم اسناد خپاره کړل

سرچینه: ویک لیکس انټرنټ پاڼه

د ویک لیکس په نامه د امریکا د محرمو اسنادو یوه خپرونکي ویب پاڼه وایې چې په افغانستان کې یې د امریکایي سرتیرو د تیرو شپږو کلونو د ماموریت په باب ۹۰۰۰۰ ټوکه اسناد خپاره کړي دي.

دغې ویب پاڼي دغو اسنادو ته د کتو اجازه یوازي نیویارک ټایمز، ګارډين او د المان دې شپیګل ورځپانو ته ورکړي ده .

په اسنادو کې د امریکا د ۳۷۳ کاري عملیاتي قطعي د عملیاتونو  پر مهال د بازداشتون و او ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي ارقام هم راغلي دي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ویکي لیکس ډلې په نوم د محرمو اسنادو د یوه خپروونکي ویب سايټ په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان په پټه د وسله والو طالبانو په ملاتړ سره له امریکا سره چل کړی. سپینې ماڼۍ د دې محرمو اسنادو خپرول په کلکه غندلي او ویلي يې دي چې دا کار د امریکا ملي امنیت او د دې هېواد او د هغه د متحدانو د سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ویكي لیکس له خوا په افغانستان کې د امریکا له پوځي سرچینو څخه له ترلاسه شوېو څه باندې نوي زره پټواسنادو څخه ښکاري چې پاکستان په فعال ډول په افغانستان کې له وسله والو فعالیتونو سره همکاري کړې ده.

د خپرو شوېواسنادو په حواله د امریکا نژدې متحد، پاکستان د خپلې استخباراتي اداري اجنټانو ته اجازه ورکوي چې په پټو ستراتیژیکو غونډو کې مستقیما له طالبانو سره تماس ونیسي څو د هغو وسله والو شبکو فعالیتونه تنظیم کړي چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره جګړه کوي او ان له هغو سره د افغان مشرانو د وژلو د دسیسو په جوړولو کې مرسته کوي.

په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره د ویکي لیکس پاڼه وګورئ:

wikileaks.org/wiki/Afghan_War_Diary,_2004-2010

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي، چې د ویکي لیکس له لوري د دې اسنادو غیرمسوولانه خپرول به له افغانستان او پاکستان سره د امریکا د ستراتیژیک شراکت پر هڅو هېڅ راز ناوړه اغېز ونه کړي.

ښاغلي جونز وویل، چې ویکي لیکس د ۲۰۰۴ کال له جنورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۹ کال تر ډيسمبر میاشتې پورې چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتيژي اعلان کړه، دغه پټ اسناد راغونډ کړي دي.

د جونز په وینا، ولسمشر اوباما نوې ستراتیژي د افغانستان لپاره د زیاتو امکاناتو د ځانګړي کولو او په پاکستان کې د القاعده شبکې او طالبانو مرکزونو ته د خاص تمرکز په پام کې ساتلو سره اعلان کړه، ځکه په تېرو څو کلونو کې هلته یو ناوړه حالت رامينځ ته شوی و.

ښاغلي جونز زیاته کړه، لویې ستونزې لا هم په مخکې دي، خو که افغانستان یوځل بیا په شاتګ ته پرېښودل شي، نو امریکا به یوځل بیا د القاعده په څېر د افراطي ډلو له خطر سره مخامخ شي او دا ډله به د دسیسو د جوړولو او د تروریستانو د روزنې لپاره یوځای ولري.

د ویکي لیکس ډله وايي، د پټو اسنادو له خپرولو څخه یې هدف دادی چې د امریکا په حکومت او نورو همکارو ادارو کې د فساد مخنیوی وکړي.

دې ډلې د روان کال په پیل کې په خپله انټرنېټ پاڼه کې په ۲۰۰۷ کال کې په عراق کې د یو امریکايي هیلیکوپټر دهغه برید پټ ویډیویي تصاویر خپاره کړل، چې د رویټرز خبري اژانس د دوو خبریالانو په ګډون یې ګڼ شمېر کسان ووژل.

په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني ویلي دي چې د جګړې له ډګر څخه د دې خامو اسنادو خپرول یو غیرمسوولانه عمل دی.

حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا راپورونه د یوې سرچینې نظر څرګندوي او د افغانستان د ګډې پولې په شاوخوا کې د اوازو پر بنسټ ورکړل شوي دي. د حقاني په وینا دا ډول راپورونه مخکې هم ورکړل شوي چې زياتره غلط ثابت شوي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery