الرای اردن: د افغانانو،فلسطنیانو او عراقیانوقاتلین دمحاکمه شۍ
سرچینه: الرای اردن ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
یوې اردنۍ ورځپاڼۍ ( الرای اردن) په خپله ننۍ ګڼه کې تر دې سر لیک لاندي چې ولي په افغانستان، عراق او فلسطین کې دبي ګناه وګړو قاتلین نه محاکمه کیږي، یوه مقاله خپره کړي ده.
ورځپاڼه لیکي چې نړۍ په خپلو غوښونو کې ګوتې ایښي او سترګي یې هم پټي کړي تر څو د امریکایانو، انګلیسانو او اسرایلو ظلمونه و نه ویني.
دغې ورځپاڼې په افغانستان کې د خارجي عسکرو له لوري په شویو تیروتنو چې په ترځ کې یې ګڼ ولسي افغانان وژل شوي سخته نیوکه کړي ده .
الرای اردن ورځپاڼه لیکي چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې تیره اونۍ د دوهم ځل لپاره د سوډان د ولسمشر عمر البشیر د نیولو امر وکړځکه چې د ورځپاڼي په باور په هغه د سوډان په دارفور کې د عام وژنې تورنه لګیدلي دي.
ورځپاڼه لیکي چې ددغې محکمې مشر قاضي لویس اوکامبو د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتی چې هر هیواد ته د عمر البشیر په ورتګ سره د هغه هیواد چارواکې باید نوموړی ونیسي.
ورځپاڼه پوښتنه کوي چې ایا ښاغلی کامبو په ۲۰۰۶ کال کې په غزې باندې د اسرایلو په بي رحمانه یرغل ندی خبر چې په ترځ کې یې په زرګونو تنه بي ګناه انسانان ووژل شول، زخمیان شول او کورونه یې ونړل شول؟
الرای اردن ورځپاڼه وړاندي لیکي چې د غزې د یو نیم ملیونه بي ګناه انسانانو محاصره چې د اسرایلو له لوري جاري ساتل کیږي آیا انصاف ده او که چیرته جنایت وي نو ولي اسرایلي مشران د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې ته نه کاږل کیږي؟
الرای اردن ورځپاڼه د خپلې لیکني په یوې برخه کې د افغانستان مسلې ته هم اشاره کوي او لیکي چې ولي په افغانستان کې د بي ګناه خلکو وژنه، د کلیو بمباردول او همدا راز د بندیانو کړول نه څیړل کیږي .
ورځپاڼه پوښتنه کوې چې د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه ولي د دغې مسلې تحقیق نه کوي؟
د دغې مقالې په دوام کې راغلي چې د افغانستان، عراق او فلسطین په خاوره کې د اشغال ګرو جنایتونه په ثبوت، مدارکو او شواهدو سره نړیوالې جنګي محکمې ته وړاندي کیدای شي خو که چیرته نړیوال له خپلو غوږونو ګوتې وباسي او خپلې سترګي لوڅي کړي تر څو دعدالت غږ واوري او حقایق په سترګو ووینې.
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
Email: tanha_mer@yahoo.com