سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
کله چې د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلام کړه نو د ستراتیژۍ یوه برخه افغانستان ته د دیرشو زرو اضافي سرتیرو استول وو چې هغوي به افغانان له ترهګرو ساتې او د اقغان دولت او خلکو تر منځ به اړیکې ټینګوي.
نیویارک ټایمز لیکي چې اته میاشتې وروسته په دغه ستراتيژۍ کې لږ بریالي توب ولیدل شو او هغه دا وو چې په مارجې او کندهار کې پوځي او ملکي عملیات په لاره واچول شول تر څو د ملک نورو برخو ته د طالبانو د نفوذ له پراخیدو مخ نیوی وشي.
نیویارک ټایمز لیکي چې امریکایي قوماندانان په روانه جګړه کې یو څه بل ډیر اغیزمن بولي چې پر وینا یې په جګړه کې یې تر لاسه کړي هغه د القاعدې او طالبانو د مشرانو بیل بیل په نښه کول او له مینځه وړل دي.
نیویارک ټایمز لیکي کله چې امریکا له افغانستان څخه د سرتیرو د خروج کال یعني د دوه زره یولسم کال اعلام کړ نو له یوه لوري په امریکا د دغه تاریخ اعلام فشار راوست او له بل لورې امریکا د طالبانو او القاعدې د مشرانو وژلو ته شدت ورکړ چې په دې کار سره که څه هم د القاعدې یو شمیر مشران مړه شول خو له طالبانو سره یې د سیاسي ډیالوګ پروسې ته ستونزې متوجه کړې.
نیویارک ټایمز لیکي چې په تیرو پینځو میاشتو کې د القاعدې او طالبانو یو سل اودیرش مشران دا مریکا په بریدونو کې وژل شوي دي.
او اوس امریکا په دې پوهیږي چې د دښمن د قوماندانانو خاص خاص وژل ډیر اغیزمن ثابتیدای شي که څه هم دغه کار یو شمیر نورې ستونزې را منځ ته کولای شي.
د امریکا یو شمیر دیپلوماتان په دې باور دي چې باید د طالبانو له مشرانو سره امریکا هغسي چلند و نه کړي چې د القاعدې له مشرانو سره یې کوي دا ځکه چې د القاعدې مشران د طالبانو له مشرانو فرق لري او نه اصلاح کیدونکي دي په داسي حال کې چې طالبان کیدای شي په سیاسي ډیالوګ له وسله وال مخالفت څخه را وګرځول شي.