دخپریدو نیټه : 2010-08-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ملي لوبډله نن سکاټلینډ ته ورسیده
یاسیني
د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۸:۰۰ بجې د سکاټلینډ ته ورسیده
د افغانستان ملي لوبډله نن سهار د انټرکانټینټل جام سیالو ته سکاټلینډ ته ورسیده، د سکاټلینډ سره د افغانستان لومړۍ څلور ورځینۍ سیالۍ د اګست په ۱۱ پېل کیږي چې د اګست د ۱۴ نېټې پورې به دوام ولري.
پرون د کابل په هوائي دګر کې چارواکو د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف او عبدالله مزاري ته د سکاټلینډ د تلو ایجازه نه ده ورکړې، د هوائي ډګر چارواکي وايي چې نوموړو د بهرنیو چارو له وزارت څخه د خروج ټاپه نه و لږولې نو ځکه مو د سفر ایجازه نه ده ورکړي.
پاتې لوبغاړي او د لوبډلې مدیر به نن سکاټلینډ ته روانیږي چې سبا سهار ۸:۰۰ بجې به سکاټلینډ ته ورسیږي.
د لوبدلې سره د ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان او راشد لطیف ملګري دي او په پلان کې لري چې د ۱۱ اګست پورې په سکاټلینډ کې لوبغاړو ته د تمرینونو کمپ جوړ کړي.