مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-05   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

New Zealand Herald:امریکایې ځواکونه او لوی ګواښ

سرچینه: نیوزیلانډ هرلډ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

په داسي حال کې چې د امریکایې سرتیرو شمیره په افغانستان کې سل زرو ته ورسیده دغلته روانه جګړه نوې مرحلې ته داخله شوي چې ډیره پیچلي او خطرناکه ده .

ورځپاڼه لیکي که چیرته په راتلونکو څو میاشتو کې په افغانستان کې پرمختګ و نه لیدل شي نو له افغان جګړې څخه به سیاسي ملاتړ خپلې ټیټې کچې ته ورسیږي.

ورځپاڼه د امریکا د ولسمشر بارک اوبهاما په حواله لیکي چې هغه تیره ورځ په خپلو خبرو کې د عراق دجګړې د خطمیدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې سرتیري به په بشپړ ډول دغه هیواد پریږدي.

ورځپاڼه لیکي چې اوبهاما اوس په دې پوهیږي چې دعراق د ماموریت له خطمیدو سره سم په افغانستان کې له خونړۍ مقاومت سره مخ دی او باید په دغه هیواد کې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ولسې غوڅ ملاتړ له ځآن سره ولري.

نیوزیلانډ هیلرډ ورځپآڼه لیکي چې اوبهاما په خپل ډیر کمزوري ولسي ملاتړ اوس په افغانستان کې نوې هڅي پیل کړي تر څو خپلو مډرنو موخو ته په دغه هیواد کې ورسږي.

اوبهاما په اتلانتا کې د خپلو خبرو پر مهال وویل: مونږ په افغانستان کې له لوی چلنج سره مخامخ یو په داسي حال کې چې په روانه میاشت کې به په عراق کې د خپلو سرتیرو شمیره پنځوستو زرو ته را ټیټه کړو.

اوبهاما دا هم وویل چې دا د امریکا خلکو ته مهمه ده چې په دې پوه شي چې مونږ د هغو اهدافو لپاره چې واضح او د تر لاسه کولو وړ دي د پرمختګ په حال کې یو .

ورځپاڼه لیکي، په جون اوجولاۍ میاشت کې په افغانستان کې د امریکایې سرتیرو د تلفاتو شا په شا شمیرې یعني شپیته او پینځه شپیته امریکایانو ته ټکان ورکړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت د کندهار اوهلمند په هغو عملیاتو کې چې ښایې ژر پیل شي د نورو انساني تلفاتو خبرداری هم ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکې چې امریکا غواړي په کند هار کې پراخ عملیات پیل کړي هغه ښار چې نیم ملیون نفوس لري او ډيری اوسیدونکي یې پښتانه دي او یو وخت د طالبانو د قوماندې اصلي مرکز وو.

ورځپاڼه لیکې چې په افغانستان کې به د امریکا شکست د قبر معنی ولري.

دغه ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د طالبان پر وړاندي جګړه ډیره تته او سوکه پر مخ ځي چې پکې تر لاسه شوی بریالي توبونه د اندازې وړ نه دي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې که چیرته امریکا په افغانستان کې ولسي ملاتړ تر لاسه نه کړي ښایې دا جګړه به د پخواني شوروي په څير وبایلې.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery