مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-06   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Daily News:افغانستان کې د ایران سره لاسونه

سرچینه: د امریکا ډیلي نیوز ورځپاڼه

د  امریکا ډیلي نیوز ورځپاڼي په افغانستان کې د ایران خونړي لاسونه تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي.

د نېوېارک ډېلی نېوز خپرونه، لېکی چی اېران دافغانستان په چارو کې په خط‏رناک ډول مداخله کوي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د وېکی لېکس دمحرمو حکومتی اسناد و خپرېدلوبه دافغانستان د جگړی په برخه کې دېوشمېر هغو ملکی افغانا نو ژوند له خطر سره مخ کړی وي چې داېتلاف له قواوسره د طالبانو خلاف همکاري کړېده.

خوطالبان وايی چې دوی به هغوکسانو ته سزا ورکړی چې نومونه ېې په دې لېست کې راښکاره شي.

رپوټ وايی سر بېره پردې چې هغه طالبانو ته ډېر گټور اسناد په لاس ورکړېدی ، جولېان اسېنج هغه اسنا د هم برالا کړېدی چې د القاعده او اېران ترمنځ پراخه اړېکی څرگندوی. هغه کسان چې غواړی ددغه هېواد د اسلام پلوه مشرانو خلاف سخت درېځ غوره کړی؛ هغوی اوس نور اسناد هم لري چې دا کار وکړی او خپله مدعا پرمخ بوزي.

په دودېز ډول، دا خبره کېږی چې شېعه گان اوسنېان په دې برخه کې سره مخالف دی چی له ېوبل سره همکاری وکړی.

که هغه په عراق کې د دېموکراتېک حکومت جوړول وی او که دډېرو مخربو فعالېتونو په برخه کې همکاری وی لکه ترهگري. پخوابه دا استدلال کېده چې شېعه اېران به دېته حاضر نشی چې د القاعده په څېر سنی او سخت درېځی ډلی سره همکاري وکړی.

خو د وېکی لېکس دمحرمو حکومتی اسناد وبرالا کېدلو وښودله چې داسی نده. د وېکی لېکس ېو سند څرگندوی چې په ٢٠٠٥ مېلادی کال کې سنی سخت درېځه مشر گلبدېن حکمتېار او داسامه بن لادن مالی سلاکار ډاکټر امېن اېران ته ولاړل چې له هغه حکومت نه داسی راکټونه ترلاسه کړی چې د اېتلاف الوتکی په افغانستان کې وولي او راوی غورزوي.

په همدغه کال کې اېران سنی طالبانو ته په زرگونو ډالر ددې لپاره ورکړل چې دافغان حکومت چارواکي ووژني..

 دنېوېارک ډېلی نېوز خپرونه لېکی څرگنده ده چې هرډول مذهبی اختلافات چې د اېرانی ملاېانو او القاعده ترمنځ وي ، هغه له امرېکا سره ددښمنی او کرکی په مخکی دوېم حېثېت لری.

رپوټ وايي چې داسی فکر کېږی چی داېران او سنېانو اړېکی نوی دی خو داکار له پخوانه موجو دو. د سېپتمبر د ١١ نېټی دبرېدونو کومېسېون په خپل رپوټ کې وېلی وو چې اېران په هماغه اول وخت کې القاعده ته پناه ورکړی وه. همدارنگه اېران د حماس ملاتړ کوی چې ېوه سنی ډله ده او داسراېېلو خلاف جگړه کوی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery