مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د څلور ورځینۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ افغانستان وګټله

هادي

د انټر کانټینټل په سیالیو کې
د افغانستان ملي لویډله په سکاټلینډ کې د همدې هیواد سره په څلور ورځینۍ لوبې بوخته ده، لوبه د اګست په ۱۱ پېل شوي چې د اګست تر ۱۴ یعنې سبا پورې په دوام وکړي.
افغانستان د سکاټلینډ څخه په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې دی او د دې لوبې د ۲۰ پوانټونو څخه يې ۶ ارزښتانکه پوانټه خپل کړل.
اوس مهال افغانستان په دې لوبه کې د سکاټلینډ څخه په ۲۹۶ منډو مخکې دی، افغانستان به نن د سکاټلینډ په وخت سهار ۱۱ بجې او د افغانستان په وخت د ماسپښین ۲:۳۰ بجې  د دویمې پاڼۍ توپ وهنه پېل کوي.
د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ د توپ اچونې شمېر پاڼه:
ویکټې منډې تش شويې اورونه اورونه توپ اچونکی
۰ ۱۲ ۰ ۵ شاپور ځدران
۰ ۲۵ ۵ ۱۳ میرویس اشرف
۶ ۴۰ ۴ ۱۸ حمید حسن
۰ ۱۴ ۴ ۸ عبدالله مزاري
۲ ۲۳ ۵ ۱۳،۴ محمد نبي
۱ ۱۵  ۴ سمیع الله شینواری


پرون د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې افغان توپ اچونکي ښه وځلیدل.
حمید حسن ۱۸ اورونو کې ۶ سکاټلینډیان وسوځول، ۴۰ منډې یې ورکړې او په ۴ اورونو کې یې هیڅ منډې ورنکړې.
محمد نبي عیسی خېل ۱۳،۴ اورونه وکړل او د سکالینډ دوه لوبغاړي یې وسوځول، ۲۳ منډې یې ورکړې او ۵ اورونو کې یې ترې هیڅ منډې وانخستلې.


د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ  د توپ وهنې بشپړه شمېر پاڼه:
لوبغاړی څلوریزې توپونه منډې د سوځېدنې بڼه
کریم خان صادق ۱۰ ۱۳۵ ۶۷ کیچ
نور علي ځدران ۶ ۳۸ ۳۶ په منډه
شهزاد محدي ۶ ۵۴ ۹۰ کیچ
نوروز منګل ۳ ۷۳ ۲۹ کیچ
محمد نبي عیسی خېل ۱ ۲۶ ۱۰ البې ډبلیو
اصفر ستانکزی ۷ ۱۳۲ ۹۳ کیچ وسوځید 
سمیع الله شینواری ۱۲ ۱۹۴ ۱۰۲ بولډ وسوځید 
میرویس اشرف ۲ ۵۱ ۱۹ بولډ وسځید 
عبدالله مزاري   ۸ ۲ کیچ وسوځید 
حمید حسن   ۹ ۱ بولډ وسوځید 
شاپور ځدران   ۸ ۲ ونه سوځید 


په لومړۍ ورځ افغانستان په ۹۶ اورونو کې ۳۴۹ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
په دویمه ورځ افغانستان په ۳۰ اورونو کې ۸۶ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
ټولې منډې: ۴۳۵                                 اضافي منډې۲۰ 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery