مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-15   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز: افغان جګړه، نامعلوم لوری

نیویارک ټایمز: افغان جګړه، نامعلوم لوری

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي:

د امریکا خلک اوس په دې باوري دي چې امریکایي سرتیري د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره په افغانستان کې شتون لري تر څو د افغانستان او پاکستان د ګډې پولي له دواړو غاړو د القاعدې ترهګره ډله وشړې او یا یې هم له مینځه یوسي.

نیویارک ټایمز لیکي چې که چیرته د امریکا دولت په اوس حال کې افغانان یوازي پریږدي خپلو اخلاقي ارزښتونو او همدا راز خپلې هغې ستراتیژۍ ته به زیان ورسوي چې د افغانستان لپاره یې جوړه کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې روانه جګړه لا هم یو شمیر امریکایانو ته ګیچ کونکي ده .

ډیری امریکایان اوس په دې تمه دي چې د امریکا په هغې ستراتیژۍ کې یې چې د افغانستان لپاره طرح کړي یو څه وویني .

نیویارک ټایمز لیکي چې  امریکایان اوس په افغانستان کې د حالاتو بدلون ته په تمه دي چې ایا دغې ستراتیژۍ سم کار ورکړی که څنګه ؟.

ورځپاڼه لیکي چې عادې امریکایان وایې چې افغانستان ته باید د دیرشو زرو تازه دمو امریکایې سرتیرو له راتګ سره سم اوس په حالاتو کې مثبت بدلون راشي او همدا راز دا باید روښانه شي چې امریکا څومره افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیانې په خپل لوري را مات کړي دي.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې د امریکا شریک باڼۍ په خاصه توګه حامد کرزی باید په دې پوه شي چې حامد کرزي تر کومه حده په خپلو ژمنو وفادار پاتې شوی او څومره عملي بڼه ورکولای شي.

خو پوښتنه دلته را پورته کیږي چې ایا افغان دولت تر  کومه حده پوري په خپلو ژمنو ولاړ دی او هغو ته یې د عمل بڼه ورکړي ده .

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

ایمیل: tanha_mer@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery