دخپریدو نیټه : 2010-08-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
طنز
پوهنمل رحمت ځواکمن
هغه رښتيا كوك غوښته!
لمرينې وړانګې همدغه شېبه د ونو په څوكو او د غرونو په لوړو مورګو راځلېدلې وې. هر څوك په بيړه له كورونو او استوګنځايونو د كار ځايونو ته په چټكۍ روان وو، زه هم همدغه شان اوتر اوتر د واړه سړك نه د لوى سړك پر لور ور روان وم، چې له ليرې مې په يوه ګڼه ګوڼه سترګې ولګېدې. څو تنه د ښوونځي لوى او واړه زده كوونكي چې د كتابونو كڅوړې يې څنګونو ته پرتې وې او ځينې نور لارويان د څه دپاسه سره راټول شوي وو. هر څومره چې ورنږدې كېدم شور او زوګ مې غوږونو ته رارسېده، ورو ورو مې دغه اوازونه غوږونو ته راورسېدل:
كوك غواړي كوك. كوك يې خلاص شوى، نه نه ځوانيمرګانو دا د مرګ په حال دى او تاسې ملنډې وهئ، زوف يې كړى زوف... كاكا زوف زوف نه دى موږ يې پېژنو هغه مخامخ يې د كور ور دى. زياتره ورځې همدلته بې حاله پروت وي، خو كله چې يې كور ته دننه كړې او كوك وركړې نو سمد واره ژوندى بنيادم شي...
خبرې همداسې روانې وې چې زه ور ورسېدم، څو تنه مې اخوا دېخوا كړل او په ګڼه ګوڼه ورننوتم. سترګې مې ناڅاپه د هغه په وچه ژبه ولګېدې چې په يوه وښكي كې مړاوى پرته وه، د ورمېږ هډوكي يې د يوه توربخن پوټكي لاندې يو يو د شمېرلو وو. پښې يې لكه د كارغه په څېر وچې او تش هډوكي وو، د لاسونو په ګوتو كې يې هېڅ متره نه كتل كېده. زه هم ډېر ترور شوم ولاړو كسانو ته مې مخ ور واړاوه ومې ويل:
رډ رډ ورته ګورئ او سړى د مرګ په حال درته پروت دى، ويې نيسئ چې روغتون ته يې ورسوو. ژيړي به وهلى وي او يا به يې كومه بله ناروغي وي. زما له دې خبرې سره بيا څو هلكانو په كټ كټ وخندل ويې ويل: هاها ژيړى، كاكا ژيړي نه دى وهلى كوك يې خلاص شوى كوك. دى په كوك چالانېږي همدغه اوس كه كوك وركړل شي روغ رمټ به شي... څو ځلې مې زړه راجګ كړ چې دا بې ادبه هلكان كلكې څپېړې ووهم، خو لاحوله مې كړه لستوڼي مې رابډ وهل د سړي سر مې راجګ كړ او د په شا كولو لپاره ورته كېناستم چې په بيړه يې تر موټره ورسوم، خو ناڅاپه يوه ښځه په تښتېدلي رنګ په ګڼه ګوڼه راننوته او ماته يې وويل: وروره تاسې ولاړ شئ په كور كې ښه كېږي، هلته يې له ما سره دارو شته. همدا چې سترګې يې پرې ولګېږي او بوى يې تر سوګمو شي په خود كېږي... ما نور ونه غوښتل چې له ښځې سره د سړي د حالت په باب چې زياته شرمېنده برېښېده، نور څه ووايم. خو همداسې په چورت كې، د كوك په چورت كې او د دارو په چورت كې راروان شوم. ما په همدې هكله فكر كاوه، چې يوه ځوانكي هلك مې د چورتونو سلسله رالنډه كړه ويې ويل:
كاكا نيشه يي دى، كوكيني دى كوكيني. د كوكينو او هيروينو عمل لري هر كله چې يې كوكين تمام شي، له حركته لوېږي. پخوا ډېر مشهور ساعت جوړوونكى و، ولاړ ساعتونه به يې چالانول خو اوس خوارکوټى خپله لكه كوك غوښتونكى ساعت بې كوكينو په ټپه درېږي او د خپلو كوچنيانو او مېرمنى پر اوږو باردى.هلك همدومره وويل او رانه دمخه شو، خو زما په غوږونو كې تر ډېره دا انګازې وې: كوك غواړي كوك. كوك يې خلاص شوى او...!!!
١٣٦٧ل