افغان کرکټ لوبډلې سکاټلنډ ته سخته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یوځل بیا وکولای شوای، چې په ډېرې اسانۍ سره خپل کوربه، د سکاټلنډ ټیم ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړي.
د افغانستان او سکاټلنډ لوبه پرون د سکاټلنډ په یوه لوبغالي کې وشوه او افغانستان وکولای شوای چې سیال ټیم ته په نهو ویکټو سره ماتې ورکړي.
د سکاټلنډ ټیم په ۵۰ اوورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۲۴ منډې یې جوړې کړې خو افغان ټیم یوازې د یوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره په ۳۱ اوورونو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړې او بریالی شو.
په لوبه کې کریم صادق ۱۱۴ او ملګري یې محمدشهزاد ۱۱۰ منډې جوړې کړې خو یوازینی افغان لوبغاړی چې د سکاټلنډ د بالر له خوا اوټ شو نورعلي ځدراڼ و، چې شپږ منډې یې جوړې کړې وې.
له سکاټلنډ سره د افغان ټیم دوهمه یوورځنۍ لوبه نن کېږي.
د افغانستان ټیم له دې مخکې هم په څلور ورځنۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه.