مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سناتور ټوپکسالارخان د ژوند سوانح

سيدبرهان الدين دربار، نيويارک

سيدبرهان الدين دربار، نيويارک

 سناتور ټوپکسالار خان دجنګسالار خان زوی د چورسالارخان لمسی د قاتل خان کړوسی او د حيوان خان کودی په خټه جنګي جنايت کار ، چي د غوايي د اوومي ( 7 ) او اتمي ( 8) په منځ کي د ناورينونو په کال د افغانستان په يو بې نومه کلي کښي زيږېدلی دی .
 خپلي لمړنۍ زده کړي ئې د خپل کلي د بدماش مير په روزنځۍ کښي پيل کړي او د نا اهلۍ د سند تر اخستلو وروسته د تور کال په لومړۍ نيټه د خيانت او جنايت د روزنتون د ولس وژني او ولس ځوروني څانګه ته کاميابه شو .
 او د همدې کال د جدي په شپږمه ( 6 ) نيټه چي د سره کال د لومړۍ نيټې سره سمون خوري د بې علمۍ د لومړي مقام په ګټلو سره د خپل ډاکوګری عملي ډګر ته فارغ شو . او د جهادي جبهې د امر په حيث ئې د سره کال تر اواخيرو پوري د خړپ جنګونه وکړل . په زرګونو بې ګناه انسانان ئې ووژل _ کورونه ، ښارونه او فابريکې ئې دباروتو د لمبو لوګی کړلې .
 د چورد کال په پيل کښي د وخت د سرغنه خاين پروفيسرقومندان سالار خان له خوا چي د خپل وخت د چور او تالان نامي وؤ سناتور ټوپکسالار خان ته د ولس په زښته ځورونه کښي د رغنده لوبغاړي په حيث او اعلی ورانيو او ويجاړيو په ترسه کولو سره د سروزرو مډال عنايت کړ او په لومړي ځل ئې دجبهې د امريت څخه د بې پوښتني ښار په لويه څلورلاره باندي د عمومي پاټک د سترقومندان وظيفه ورکړه .
 سناتورټوپکسالار خان په خپله دې دنده کښي تر پخوا زيات فعاله و
 د ښار بانکونه ، موزيمونه اوټوله ملي شتمني ئې لوټ کړې . د دې تر څنګ سناتورټوپکسالارخان په دې دوره کښي لاندي تاريخي کارنامي پرېښولې :
 1 : د نوموړي پاټک څخه يو انسان په ډک جيب تير نه شو .
 2 : دهر تجاراتي باروړونکي موټر څخه د ماليې پسې د بارشوي مال دارزښت دوه چنده اخستل کيدې .
 3 : کومه معصومه پيغله يا لغړزنی ښايستوکی هلک چي به په وچ زور د پاټک پوستې ته ننويستل شو ژوندی نه راوتی :
 4 : د انسان مرګ د يو سګريټ پر سر څه چي دنښې زده کوولو او ساعت تيري له امله هم رامنځ ته کيده .
 د خپل ولس په ژوند لوبي کول ، دبې ګناه انسانانو په سرونه ميخونه وهل ، عام خلګ مهاجرت ته مجبورول ، او بيائې کورونه چورول د سناتور ټوپکسالارخان له لوړو او اعلی کارنامو څخه ګڼل کيږي .
 
 د سپين کال په پسرلي کښي چي طالبانو د حکومت چاري پر غاړه واخستلې پر سناتور ټوپکسالار خان مځکه تنګه شوه او د خپل راج پرېښودو ته اړ شو . پوره اووه کاله ئې د کوڅه ډبو سپو په شان پر پرديو سترخانواوکاسو تيره کړه او د زرغونه کال په سر کښي چي د ترهګرۍ د کال د منځ سره سمون خوري يو ځل بيا د پرديو د چکچکو په بدرګه سناتور ټوپکسالار خان د سروزرو په خره سپور بيرته خپل وطن ته راستون شو .
 کله چي امريکا په افغانستان کښي د ډيمکراسۍ اذان وکړ نو سناتور ټوپکسالار خان لومړنۍ کس و چي په ځان کښي ېې د ولس د رښتوني خدمتګار خوبونه و ليدل
 . له راستنيدو سره يو ځای ئې پر لوړه دولتي چوکۍ خيټه واچول ، او د عادت خلاف ئې ځان د خپل ولس د حقوقو دفاع کوونکی وټاکه .
 خو دا چي د دولتي چوکۍ خوند ډير شيرين و نو د دوو جهانو تر منځ پاته شو . حيران و چي د ولس برخه واخلي که د دولت . اخير سناتور ټوپکسالار خان غوندي بې علمه انسان له دولتي چوکۍ تير شو او ځان ئې ولسي جرګې ته کانديد کړ . ځکه دې په دې ښه پوهيده چي په دولتي چوکۍ کښي به يو وخت نه يو وخت د تعليم او مسلک خبره راپوته کيږي .
 سناتور ټوپکسالار خان چي د ولس د وينو او سرونو په بدل کښي ئې خپل جيبونه په ډالرونو ډک کړي ول . په ځان کښي ئې د دې توان ليده چي که په زور وي که په چم ، ځان به تر پارلمانه رسوي . او يوځل بيا به خپل راج تازه ساتي .
 
 دروان کال داخوډب په مياشت کي په خپل انتخاباتي کمپاين کښي سناتورټوپکسالار خان دکابل او شاوخواسيمو مسکينان راټول کړل او د صالحين د غره په لمونو کښي ئې ورسره ژمنه وکړه چي د يوې رايي په بدل کښي به زر افغانۍ هر رايه ورکونکي ته - چي ده ته رايه ورکړي ورکوي .
 او په دې توګه په ټاکنو کښي د پنځه ويشت ( 25 ) ميلونه افغانانو څخه توپکسالار يوازي د شپږ زره دوه سو شل ( 6220) رايو په ګټلو سره پارلمان ته لاره پيدا کړله .
 او خپل هغه ارمان ته ورسيد چي د خپل نوم سره د سناتور کليمه مل کړي ،
 اوس نو هر ځای خپل نوم سناتور ټوپکسالار خان ليکي . خو په دې اوس هم نه پوهيږي چي سناتور څه معنی ؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery