سرچینه: ډې ډبیلو
ژباړه او ترتیب: جلالزی
د امریکا د ثنا مجلس د بهرنېو اړیکو د کمیټې مشر جان کیرې تیره ورځ په یوه له مخکې اعلان شوي سفر کابل ته راورسید.
دغه دیموکرات سناتور په داسي حال کې افغانستان ته راغی چې ولسمشر کرزي د شخصي امنیتي کمپنیو پر وړاندي یو لړ کوټلې اقدامات غوره کړي دي.
د جان کیرې د سپرلۍ اولوتکه لومړۍ د بګرام په هواېې اډه کې چیرته چې ډیری امریکایي سرتیري ځای پر ځآی دي را ښکته شوه او وروسته نوموړی د یوې پوځي چورلکې په مټ له هغه ځای څخه په کابل کې د امریکا سفارت ته لاړ.
جان کیري له افغان ولسمشر حامد کرزي او یو شمیر نورو افغان چارو اکو سره تر لیدو کتو وروسته نن په کابل کې د ایساف قوماندانۍ ته ورغی او هلته یې د دغې ټلوالي د افغانستان د چارو له مشر جنرال دیوید پتریوس سره وکتل.
جان کیري له کرزي سره د ملاقات پر مهال له هغه غوښتنه وکړه چې د خپل حکومت د بقا لپاره باید دا ثابته کړي چې له اداري فساد سره په مبارزه کې ژمن دی او پرمختګونه رامنځ ته کولای شي.
کیري د خپلو خبرو پر مهال وویل چې ادارې فساد دمګړۍ د افغانستان یو له عمده ستونزو څخه شمیرل کیږي چې په خپله افغان دولت او نړیوال متحدین یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د امریکا د ثنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر دغه څرګندوني په داسي حال کې راځي چې افغان ماموریت خپل لسم کال ته ننوتی او په دغه هیواد کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیره تر ۲۰۰۰ تنو اوښتې ده .
جان کیرې وویل: (( زه فکر کوم چې افغان دولت به په راتلونکو ورځو کې ادارې فساد پر وړاندي خپله مبارزه نوره هم شدیده کړي، تر څو پر حکومت دخلکو باور نور هم زیات شي او داسي یوه حکومت داري رامنځ ته کړي چې د امریکا د هغو خلکو ملاتړ له ځان سره ولري چې دمګړۍ ورته پیسې ورکوي او په دغه لاره کې خپل اولادونه له لاسه ورکوي)).
افغانستان ته د امریکا د ثنا دمجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر جان کیرې سفر په داسي حال کې صورت مومې چې افغان دولت تر بل هر وخت د ادارې فساد له کبله د خپلو متحدینو تر سخت فشار لاندي دی.
جمهور ریس کرزي دوه اونۍ دمخه له ادارې فساد سره د مبارزې دوه هغه ادارې وتړلې چې وایې بشري حقونه یې تر پښو لاندي کړي.
له درنو جرمونو سره د مبارزې او د حساسو جرمونو د تحقیق ادارې وروسته تر هغه د کرزي په امر وتړل شوي چې د هغه یو سلاکار یې د ادارې فساد په تور نیولی وو.
تیره میاشت د شفافیت نړیوالې ادارې د یوه رپوټ په خپرولو سره افغانستان له سومالیا وروسته د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد په ګوته کړ.
ولسمشر کرزي هم له جان کیرې څخه له افغانانو سره د امریکا د خلکو له مرستو مننه وکړه او ویویل چې دی له ادارې فساد سره په مبارزه کې ژمن دی.
خو تر ټولو عمده مسله چې پرې ډیري خبري شوې د ادارې فساد وه.
جان کیرې له کرزي سره د لیدو کتو پر مهال له ادارې فساد سره په مبارزه کې د افغان دولت کړنې وستایلې خو هغه یې بسنده و نه بللي .
د امریکا د سنا د جرګه ګۍ د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر د وینا له مخې چې په افغانستان کې بریالي توب هغه مهال ممکن دی چې یو ژمن او ریڼ حکومت رامنځ ته شي تر څو دغه حکومت دخلکو کلک ملاتړ هم له ځان سره ولري.
ټاکل شوي چې جان کیرې به له افغانستان وروسته پاکستان ته سفر وکړي.