مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ چارواکی

احمد فرزان

زموږ چاواکی ، دپخوانوغوندي نه دی چي عمريي په مطالعه خوړلی ، مغزیي په ډیرو درسونوخراب سوی او د ډیرو ماموریتونو له لاسه یي سترګي پیکه سوي.
زموږ چارواکی خورا غوښن، د بشاش صورت خاوند، د بکرفکرلرونکی ، تازه دماغه ځوان دی .

ده په کوم خاص فن کی زده کړي نه دي کړي ، کوم خاص تخصص هم نه لري اوپه دولتي اداراتوکي د زړه خوړلي تجربي خاوند هم نه دی ، خو بیاترچاکم هم نه دی.

په چاپلوسي کي د پوره مهارت خاونددی، له خارجي نهادونو سره د اړیکو پوره تخصص لري ، په پروژوکي د پیسو پیداکولو او رشوت اخیستلوخوراتجربه لري او هغه د چاخبره د ځان په صفت کولو کي خو بیخي د فصاحت او بلاغت له مکتبه فارغ دی.

زموږ چارواکی دداسي صفاتوخاوند دی چي په ډیرو نوروکسانوکي نه سي پیداکیدای، دی د یوه داسی لوی او بانفوذه قوم سره تعلق لري چي هرو مرو باید په اداره کي لږترلږه لس ریاستونه خوولري، د خان زوی هم دی او په اصطلاح انګریزی مانګریزی یي هم څه نه څه زده ده .
د ځان ستايني د خطابي قوه ، له خارجي یارانوسره د انډیوالی مهارت، د چاپلوسۍ ، پیسو پیداکولو اورشوت اخیستلو، جرئت، دخان زویتوب ، قومی والی او له انګریزي او کمپیوټرسره بلدتیا ، هغه خصوصیات دي  چي زموږ د چارواکي لپاره ضروري دي.

هو،  دازموږ چارواکی دی ، دی دټولو هغو صفاتو خاوند دی چي باید یولوړرتبه مقام يي ولري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery