دخپریدو نیټه : 2010-08-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ادبي ټوټه
بختيار تلاش
نن مې زړه ډېر څه غوښتل چې ورته ويلى مې واى ، خو په دې به نه توانېدم چې ما هم ورته يو څه ويلى واى، ځکه چې ما به کله خوله خبرو کولو ته راجوړه کړه نو هغې به راځېنې وار ونيو، هسې خو مو خبرې سره ډېرې خوږې وې او يو بل به مو دشاعرانو غوندې په خپل شعر کې د معما په څېرستايه، موږ دواړه په دې ښه پوهېدو چې ديوبل سره ډېره زياته مينه لرو خو نه له ماسره دا جرت وو او نه هغې دخپلې پټې مينې اظهار کولى شو، خو داځل مې خپل زړه د غره په شان غټ او د تيږې په څېر کلک کړ، مګر بيا هم له مانه دا کار پوره نه شو چې تا ته مې دا خبره کړى واى چې ته زما خوښېږې اوزه له تا سره مې مينه لرم.
جلال اباد