سرچینه: اسوشیتت پرس آژانس
ترتیب: جلالزی
کانوې چی تازه د افغانستان نه راستون شوی، وايي د جمهوررئیس اوباما دې اعلامیې چی ویلي یې دي د ٢٠١١ کال د جولای تر میاشتي له افغانستان نه د امریکايي عسکرو په کمولو شروع کوي، د طالبانو مورال قوي کړی دی.
هغه وویل: "ددې ډیر امکان شته چی زموږ دا اوسنۍ خبري په ځینو ملحوظاتو زموږ دښمن تقویه کوي".
کانوې وویل چی د طالبانو مشران دغه راز ددې خبري نه دا استفاده هم کوي چی خپل جنگور دې ته وهڅوي چی د امریکا د سمندري عسکرو او نورو قواو د حملو په مقابل کي کلک مقاومت وکړي. مگر دغه جنرال وویل چی د طالبانو د مشرانو دا هڅي به هغه وخت ناکامي شی چی دوی په دې پوه شي چی پر غلطه روان دي.
کانوې وویل: "دښمن به له دې وروسته څه وایي؟ هغه به خپلو پلیو عسکرو ته څه وایي؟ دغه عسکر په هغه څه باورلري چی دغه مشران یې ورته وایي او هغه داچی ټول امریکایي عسکر د بل کال تر دوبي پوري وځي ، خو چی منی را رسیږي نو موږ به هلته یو او د پخوا په شان به بریدونه پر کوو".
جنرال کانوې وویل چی دده عسکر چی د نورو خارجي قواو او افغان عسکرو سره کار کوي د هلمند په ولایت او د هغه په نورو گاونډیو سیمو کي چی د طالبانو اصلي ځایونه دي، پرمختگ کوي.
هغه وویل چی دده غلچکي عسکر د طالبانو غلچکي عسکر نیسي او همدا دده عسکر د طالبانو د اکمالاتو لاري بندوي او هغوی په ډیرو مشکلاتو او سختیو سره د بم جوړولو مواد رسولای سي.
کانوې وویل چی دې اقداماتو په دې میاشت کی د هلمند په ولایت کي د امریکایی عسکرو تلفات تر زیاتي اندازې پوري کم کړي دي.
مگر دغه جنرال وویل چی طالبان به په دې سیمه کي په کافي اندازه کمزوري نه وي او نه به د افغانستان حکومتي قواوي په کافي اندازه قوي وي چی تر څو کالو پوري ددې سیمي نه د خارجي قواو د راوتلو د پاره موقع برابره شي.
جنرال کانوې هم د نورو امریکایي چارواکو په شان وویل چی اصلی او مهمه خبره داده چی افغان ملکي خلک په دې قانع کړای شی چی د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي او د طالبانو د گواښونو په مقابل کي ودریږي.
هغه وویل چی دی دا توقع نه لري چی د عراق په شان دي په افغانستان کي هم قبایل را وپاڅیږی، مگر هغه وویل چی کله چی طالبان په دې پوه شی چی خارجي قواوي نه وځي، نو د مذاکراتو لار به خلاصه شي چی دابه د ده په قول "د لوبي بدلیدل وي".