مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تحويلدار

پوهنمل رحمت ځواکمن

طنز


شمندروز كاكا زموږ د موسسې خداى بخښلى تحويلدار ډېر سپين زړى او خدمتګار سړى و. له دې امله چې په لوست نه پوهېده نو په پټو سترګو به يې د موسسې جنسونه او مالونه په ځان پسې قيد كړل. خپل مهر به يې چې په ګرېوان پورې يې د څنۍ په اوږده تار كلك تړلى و، له جيب نه راوويست او پر هغه ځاى به چې اداري مدير ګوته ايښې وه، خپل مهر ولګاوه او نور به بېغمه په خپله مخه ولاړ. له هغه پسې د سر له ويښتانو زيات مالونه او جنسونه قيد شوي وو او اداري مهربانه مدير هم زموږ د موسسې مالونه او جنسونه په داسې ورين تندي او غټ زړه د شمندروز كاكا پسې قيدول، لكه چې شمندروز كاكا د موسسې د مالونو ساتونكى نه، بلكې د بيمې شركت وي او د شمندروز كاكا پسې د موسسې د ټولو مالونو په قيدولو سلامت ساتل كېږي. داسې ډېر پېښېدل چې د شمندروز کاکا له ډيپوګانو څخه به د مالونو ويستل او ويش يوازى د هغه د مهر په حضور ترسره کيدل او  شمندروز كاكا په دې برخه كې د اداري او خدماتو په مديرانو بشپړ باور درلود، چې دده په زيان كوم كار نه ترسره كوي. له دې سره كله كله به په ورځو ورځو د كارونو د اسانتيا لپاره د شمندروز كاكا مهر د اداري او خدماتو په مديريتونو كې پاتې و او په جوړو شويو فورمو كې به لګول كېده. شمندروز كاكا په دې ډېر خوښېده چې د موسسې ځينو هوښيارو مامورينو به شمندروز كاكا ته د موسسې د مالك خطاب كاوه او د موسسې د ټولو مالونو او جنسونو مالك به يې شمندروز كاكا باله. شمندروز كاكا هم په ځان پسې د دغومره مالونو او جنسونو قيدول چې د موسسې د امرينو له خوا سرته رسېدل، قانوني، غوره او نېك كار ګاڼه او فكر يې كاوه چې د زياتو جنسونو قيدول نه يوازې دا چې كوم مسوليت نه لري، بلكې خير غوښتونكى كار دى او پرته د لاسونو او پښو له تڼاكو په اسانۍ ترسره كېږي.
كه كله به شمندروز كاكا ته د موسسې كوم چا ورو په غوږ كې وويل چې: شمندروز كاكا دا ته څه كوې د موسسې د مليونونو افغانيو جنسونه دې په ځان پسې قيد كړي او په خداى دې سپارلي دي ،خو ته نه پوهېږې چې ځينې غله د خداى پروا هم نه لري او په رڼا ورځ چې ته يې نه شې ليدلاى د موسسې مالونه لوټوي. ډېر كلونه كېږي چې ستا ډيپوګانى نه دي كتل شوي، ګوره شمندروز كاكا ته به ډېر جنسونه باقي شوى يې د دولت مال دى، درد لري او مرګ نه لري. ته خو د مرګ په پوله ناست يې خو هسې دې بچيانو ته اوږده او عمري جنجالونه ولې زياتوې... شمندروز كاكا به يو څه چورتي شو خو ژر به ورته د اداري مدير د ډاډه زړه دغه خندنۍ خبره ورياده شوه: شمندروز كاكا مهر دې له جيبه راوباسه ته دې ژوندى يې زموږ موسسه په تا ودانه ده. په ما باور ولره هېڅ زيان درته نه رسېږي. د دولت مالونه دي كله كله سوزي، خرابېږي او ماتېږي، دا خبرې خو له ژوند سره تړلې دي. زه هم مرم، ته هم مړ كېږې. په رسمي كارونو كې هم ځينې پېښې رامنځته كېږي. كه څه باقيداري درته پيدا شوه زه يې جوړولاى شم، يوازې د څو پاڼو كاغذونو څيرول او د نورو لاسليك كول او مهرول دي. څوك يې له ما و تا دومره په زور او زير پوښتنه كوي. په دې خبرو به بيا د شمندروز كاكا زړه ځاى ته راغى او ټول تشويشونه به يې ليرې شول. خو يوه ورځ د موسسې نوي رئيس شمندروز كاكا ته د مېز په ډبولو داسې اخطار وركړ: وه بوډا په بيړه لاړ شه او د رياست د كور د هغو جنسونو چې په تاپسې قيد دي او پخواني رئيس د تبديلېدو سره سم د خپل كور په لېږدولو كې له ځانه سره وړي دي پوښتنه وكړه. د لكونو پيسو مال و او بل دا چې زه هم  له ايركنډېشن، غاليو، يخچال، ټلويزيون او د پخلنځي له نورو وسايلوپرته ژوند نه شم كولاى او كه ستا له نظره هغه يو رئيس و او زه ... يم.
شمندروز كاكا په بيړه راووت خو خبر نه و، چې د اداري زړه سوانده مدير مخكې له مخكې نوي رئيس ته هم د كور نوي وسايل پيرودلي او د شمندروز كاكا پسې له قيدولو وروسته يې همدغه شېبه د موسسې د رئيس كور ته لېږدولي دي او په دې توګه نور شمندروز كاكا د موسسې د رئيس له ګواښونو ژغورل شوى دى.  خو له هغه وخته چې شمندروز خداى بښلى فوت شوى دى د هغه مهر د هغه د نايب وكيل دنده سرته رسوي او د جنسونو په قيدولو كې شمندروز كاكا ته د اخيرت ثوابونه زياتوي، نو ځكه دى د شمندروز كاكا روح ښاد او مهر دې يې تل تر تله ژوندى وي، چې زموږ موسسه ورباندې ودانه ده!!!

١٣٦٧ل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery