سرچینه: واشنګټن پوست
ترتیب: جلالزی
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د القاعدې د سازمان دمشر اسامه بن لادن په اړه د کیوبا د مشر فیډل کاسترو د څرګندونو په باب یوه لیکنه خپره کړي ده .
د كيوبا ولسمشر فيډل كاسترو د ليتوانيا له يو تن ليكوال ايستولين سره په يوه ليدنه كې وويل چې اسامه له امريكا پيسې اخلي او هغه ويكي ليكس د هغه ثبوت بولي.
ښاغلي كاسترو پرته له دې چې زياته يې واضح كړي وويل:« ويكي ليكس روښانه كړه چې اسامه د سي آى اې يو جاسوس دى ويكي ليكس هغه د اسنادو په وړاندې كولو ثابته مړه. »
فيډل كاسټرو ادعا كوي چې د امريكا څارګره اداره سي آى اې اسامه بن لادن تمويلوي او كله چې د امريكا پخواني ولسمشر جورج بوش غوښتل ترهګر ډير كړي دى يې له ځان سره وساته.
ده د راپورونو پر بنسټ وويل:« بوش هيڅګله د اسامه له ملاتړ څخه لرې نه و.بوش د ده پوروړى و، هركله چې بوش غوښتل د خلكو په منځ كې يره خوره كړي خبره به يې نه كوله او اسامه به را څرګند شو او خلك به يې د هغه څه په وړاندې چې غوښتل ېي و يې كړي تهديدول. »
ښاغلي كاسترو څرګنده كړه چې ويكي ليكس چې ۹۰۰۰۰ پټ اسناد يې خپاره كړي دا جوته كړه چې د القاعدې ډلې مشر د چا لپاره كار كوي.
فيډل كاسترو په ۲۰۰۶ كال كې له سختې ناروغي وروسته له درقت څخه لاس واخيست او واګي يې خپل كشر ورور راول كاسترو ته وسپارل.
هغه اوس هم د كيوبا د كمونست ګوند مشر دى او وروسته له څلور كلنې ناروغي چې دى يې له خلكو لرې ساتلى و د جولاى په مياشت كې بيرته د صحنې پر مخ را څرګند شو.