نن د افغانستا کرکټ بورډ د کینیا سره د انټر کانټینټل د سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۴ اساسي او ۴ احتیاطي لوبغاړي اعلان کړل، د افغانستان ملي لوبډله به د دې سیالیو لپاره د تمرینونو کمپ د متحده عربي اماراتو د شارجې په ولایت کې ترسره کوي.
د لوبډلې اساسي او مرستوندویه لوبغاړي به د سپمتمبر د ۱۸ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې په خپل کورني لوبغالي شارجه کې خپل تمرینونه کوي، ملي لوبډله به د سپتمبر په ۲۷ نېټه د کینیا د هیواد پلازمېنې ته له متحده عربي اماراتو سفر کوي.
ملي لوبډله په کینیا کې لومړی د انټرکانټینټل د سیالیو خپله شپږمه څلور وررځینۍ سیالي د کینیا د هیواد د ملي لوبډلې سره د اکتوبر د ۲ نېټې څخه تر ۵ نیټې پورې کوي.
د افغانستان ملي لوبډله به په کینیا کې د همدې هیواد سره درې یو ورځینۍ نورې لوبې کوي چې هغه به د اکتوبر په ۷، ۹ او ۱۱ نېټه تر سره کیږي