مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پلټنه

حميداحساس


له ډېرې  مودې راهسې مې د فکر استخبارتې ادارې دا امر راکولو چې د خپل ورک شوې زړه په اړه منظمې پلټنې او تحقيقات  وکړم ،خو ما يې د امر په اړه قطع اقدامات نه نيول ،او د دوي امر ته مې په نيک نظر نه ليدل.

بله ورځ ناڅاپه هغه ورک شوی زړه مې راپه ياد شو ، او زړه مې پسې ودرديدو، نو له ځان سره مې پريکړه وکړه، چې راځه نن خو د خپل فکر استخبارتې ادارې امر  پر ځاي کړه.

 ما هم پلټنې او تحقيقات پيل کړل، هغه وه چې په لنډه  موده کې مې هغه څوک زما د زړه د غلا  پر تور ونيول چې په لومړۍ ځل يې ما ته په خوږ نظر ليدلې وو، او له پوښتنو ګرويګنو څخه وروسته دغلا په تور نيول شوې مجرم هم  په خپل جرم اعتراف وکړو.
 هالنډ
                                                                                                     ۲۹/۰۸/۲۰۱۰بيفروايک ته په لار کې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery