نن شپه د ځوان افغان کرکټ کلب لوبډله د پاک ای اوو بلیو لوبډلې سره په کراچۍ کې پای لوبه کوي
نن د کراچۍ په ښار کې د ځوان افغان لوبډله د پاکستان د ای اوو بلو لوبډلې سره د پاکستان په وخت د شپې ۱۱ بجې د رمضان د سیالیو پای لوبه کوي.
د ځوان افغان کرکټ کلب په دې سیالیو کې تر اوسه پنځه لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او یوه یې بایللي ده.
نن شپه د پاک ای اوو بلیو لوبډله له ځانه سره درې د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړي رانا نوید او کامران نذیر په خپله لوبډله کې لوبوي، د دوی برسیره به په ننۍ لوبه کې د ای اوو بلیو لوبډلې سره ۹ نور لوبغاړي د پاکستان د لومړۍ کچې یا فرسټ کلاس لوبغاړي هم برخه اخلي.
د ځوان افغان کرکټ کلب لوبډلې مسؤلین وایي چې لوبغاړي د هر اړخه پیاوړي دي او ننۍ لوبې ته يې هم د ګټلو پلان نیولی دی.
په نن لوبه کې کیدای شي د ځوان افغان لوبډلې روزونکی اسدالله خان یو یا دوه بدلونونه هم راولي چې یو بدلون یې د شفیق الله شفیق پر ځای د خان محمد لوبیدل دي.
د ځوان افغان کرکت لوبډله به د وږي په ۱۸ نېټه هیواد ته راستنیږي.