Star and Strips: سخته جګړه ښې ګټي لري
سرچینه: سټار انډ سټریپس ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان وایې چې دی فکر نه کوي چې روان کال کې به امریکا یو زیات شمیر سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
نوموړي دغه څرګندونې له پوځي اخبار سټار انډ سټریپس سره په مرکه کې کړي دي .
جنرال پتریوس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ۲۰۱۱ کال له جولاۍ میاشت وروسته به د امریکایي سرتیرو شمیره په افغانستان کې سل زره وي ، وویل چې د سرتیرو د شمیرې کمیدل او زیاتیدل له حالاتو سره تړاو لري.
پتریوس ویلي چې د سرتیرو د وتلو مسله یوه حساسه مسله ده او باید په دقت وڅیړل شي.
سټار انډ سټریپس لیکي چې چې سپینه ماڼۍ د روان کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ جاج اخلي او دا معلومي چې دغې ستراتیژۍ څومره کار کړی دی.
سپینه ماڼۍ ټینګار کوي چې د راتلونکي کال له جولاۍ میاشتې څخه به وروسته سرتیري له افغانستان څخه وزي.
امریکا وایې چې دغه وتل به تدریجي وي نه په یوه وار ځکه دا کار دښمنانو ته روحیه ورکوي اوهغوي ترینه ګټه پورته کولای شي.
جنرال پتریوس وویل چې د وسله والو پر وړاندي سخته جګړه ښې ګټې هم لري.
هغه وویل چې په مارجه کې دښمن د تمې خلاف سخت مقاومت وکړ خو اوس دغلته د افغان حکومت ولکه په پراخیدو ده .
پتریوس ویلي چې زه په دغه بازار کې وګرځیدم او اوس د د مارجې په بازار کې دوکانونه پرانیستي دي او هغه څه خرڅوي چې مشروع دي نه مخدره توکې.
tanha_mer@yahoo.com