دخپریدو نیټه : 2010-09-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوروز خان
ر.ځواکمن
طنز
نوروز خان زما پخوانى دوست دى. هغه له ماسره په يوه ورځ په ښوونځي كې شامل شوى و. زه او هغه زياتره خوا په خوا په يوه څوكۍ كېناستو او لوست مو كاوه. وروسته له هغې چې دواړه د پوهنځي نه فارغ شو او په بېلابېلو موسسو کې مو دندې واخيستې بيا مو تر ډېره وخته سره ونه ليدل.
يو وخت خبر شوم چې نوروز دوست مې د ماموريت ترڅنګ د چرګانو پروژه لري. بل وخت خبر شوم چې ماموريت يې پرېښى او د چرګوړو ماشين يې اخيستى او ژوند يې ډېر ښه شوى دى. ځکه په پنځو افغانيو يوه هګۍ رانيسي او په ماشين کې يې له تېرولو وروسته خام چورګوړي په دېرشو او څلوېښتو افغانيو پلوري. د دوست په دې ګټو وټو خوښ وم، بيا وروسته ډېره موده د يو او بل له احوال نه خبر نه شو. زه هم د نهمې رتبې نه اوومې رتبې ته لوړ شوم او د مياشتې دوه زره افغانۍ مې څه دپاسه درېو زرو افغانيو ته ورسېدې او اوس نو هره مياشت راته د درېو زرو افغانيو ترلاسه کول لويه نېکمرغي ښکارېده او خوښ وم چې په معاش سربېره څلور منى کوپون هم لرم او که خير و او ژوند باقي و نو د تقاعد له معاش نه به هم اوږده او د ژوند ترپايه استفاده وکړم. په دې توګه راته خپل رسمي ماموريت پر معنوي وياړونو سربېره د شتمنۍ کان مالومېده، خو کله چې مې هغه تېره ورځ له اوږدې مودې وروسته په نوروز اشنا سترګې ولګېدې او په روغبړ کې مې ورباندې غېږه ډکه شوه نو ورته مې وويل: نوروز اشنا له نظره مه شې لکه چې د چورګوړو ماشين دې لوټونه چاپوي چې داسې سور او شين اوښتى يې؟ په داسې حال کې چې په بړق بړق يې وخندل او زما په ډنګر ولي يې خپله درنه غوښينه څپېړه کېښوده ويې ويل: اشنا شپې ورځې دي تېروويې، چې پښې لالسونه ونه وهو ګټه وټه ونه کړو هم نه کېږي. د ماموريت نه څه نه جوړېږي، د چرګانو پروژه مې جوړه کړه. د هګيو ماشين مې واخيست، ښه و يو څه ګوزاره ورباندې کېدله. ما يې خبرې ونيوې ورته مې وويل: اوس به نو د چورګوړو څو ماشينونه لرې ښه به شتمن شوى يې؟ هغه خپل سر چې په لڼد او غوښين ورمېږ دواړو خواوو ته تاو راتاو نه شو وښوراوه ويې ويل: نه نه وروره! اوس هغه د چورګوړو ماشين ماشين نه شته، په دې ورځو کې يې دومره واره نه کوله، ځکه چې د هګيو پيداکول اسمان ته رسېدلي دي اسمان ته، نو چورګوړي خو په ځاى پرېږده. په تعجب شوم ورته مې وويل: خير نو اوس وزګار يې څه کار او کسب نه لرې؟ دا ځل يې مانا لرونکې خندا وکړه ويې ويل: اشنا ښه ده ګوزاره کېږي اوس دومره لالهانده هم نه يم، خو ګټه وټه مې له پخوا ښه شوې ده، ځکه چې اوس خو هګۍ د چرګ او چرګ د پسه ځاى نيولاى دى، کله چې مې ماشين وپلوره، زېرمه شوې هګۍ مې يو څه وخت نورې هم سړې وساتلې او اوس ښه دى بې له دې چې هګۍ له ماشين نه تېرې شي، د چورګوړو په بيه پلورل کېږي او چرګان مې د پسونو په بيه پلورم. بس همدغه کاروبار دى، په دې او هغې دولتي مغازې او سرايونو هم ګرځم، يو او بل جنس اخلم او د کور ګودامونو ته يې ورغورځوم. وروسته له څه وخته دوه چنده درې چنده پلورل کېږي او که رښتيا ووايم حتى مالونه مې په ګودامونو کې د وخت په تېرېدو سره د سروزرو ارزښت پيدا کوي. همدا چې له ګودامونو بازار ته راوويستل شي، سرونه ورباندې ماتېږي سرونه. په ډېره لوړه بيه پلورل کېږي د زرو په بيه... او ما ورته په خندا وويل يعنې دا چې اوس د زرو په کان کې کار کوې، هغه د تائيد سر وښوراوه ويې ويل: هو اشنا زما زېرمه شوي مالونه اوس د زرو کانونه دي د زرو کانونه!!!
١٣٦٨ل