مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-13   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نیویارک ټایمز:افغانستان مرستندویانو ته نا امنه دی

سرچینه: د امریکا نیویارک  ټایمز ورځپاڼه

ترتیب: جلالزی


 
مرستندويه کارکونکو اوس د افغانستان په شمال کي هم خپل امنيت خوندي نه گڼي.په افغانستان کي د بشري مرستو سازمانونه د امنيت په برخه کي تر بل هروخت بيره لري.

نيويارک ټايمز ورځپانه ليکي چي که څه هم په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شمېر خپل وروستي حد ته رسېدلی ولي بيا هم د بشري مرستو سازمانونه خپل امنيت خوندي نه بولي.

 

ورځپاڼه کي ليکي د مرستندويه کارکونکو لپاره اوس هغه هيواد تر ۲۰۰۱ ميلادي کال د مخه ډير خطرناکه دی.

 

په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي د امريکا په مشر نړيوالو ځواکونو د طالبانو رژيم نسکوره کړي.

 

نيويارک ټايمز ورځپاڼه خپل د نن ورځي په گڼه کي ليکي چي دغه حالت په ځانگړې توگه په تيره مياشت کي ډير ويجاړه سوی.

 

مرستندويه کارکونکو اوس د افغانستان په شمال کي هم خپل امنيت خوندي نه گڼي.

 

ملگري ملتونه وايي چي، د افغان دولت بې وسلې مامورين د هيواد په ۳۰ فيصده خاوره کي گرځېدلای نه سي او حتي په ځينو ځاينو ته خو ورتلای هم نه سي.

 

په افغانستان کي د چاودنو شمېر د تير کال په پرتله دوه چنده سوی.

 

په کابل کي د مرستندويه کارکونکو د امنيت اداري په يو راپور کي راغلي چی په ۲۰۰۹ ميلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د چاودنو شمېر ۶۳۰ و په داسي حال کي چي د ۲۰۱۰ ميلادي کال په لومړيو ۶ مياشتو کي دغه شمېر ۱۳۵۳ دی.

 

 د روان کال د اگست د مياشتي په پیل کي د افغانستان په شمال کي د يوعيسوي سازمان ۱۰ تنه ډاکټران د طالبانو لاس ته ورغله چي وروسته يې مړي و موندل سول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery