د کمکي اختر ورځې شپې وې زه نوی نوی د زړه په رنځ اخته شوی وم ،
خلکو خوښي او خوشحالي کوله او یو تر بله غاړې واته ، مبارکۍ وې ، سیلونه وو ، خندا ګانې وې ، هره خوا رنګینه وه ، د طاعاتو او عباداتو د قبلیدو دعا ګانې وې ما ته هم خلک را تر غاړې واته او را ته یې ويل خدای دې قبول کړي ..... خو څه شی ؟
زما عبادت که زما د زړه رنځ .
د زړه په رنځ د اخته کیدو وروسته خو را ته یاد دي چې زه په عبادت کې هم ناتوانه شوم آیا د قبلیدو وړ به وي.
خو زما لپاره د اختر مبارکي ، خندا خوشحالي او دا هره څه زاړه ، بیخونده او تکراری وو ، ما یو نوی څیز موندلی وو .
د زړه رنځ ... هو د زړه رنځ .
ما د هغه په هکله سوچ کاوه او د هغې نه مې خوند اخیست ، که ځوریدمه هم نو دا ځوریدا را ته نوې وه ، په ژوند کې د ټولو تجربه شوو خوندونو نه ډیره خونده وره وه .
لږ څه ډاډه هم وم ځکه چې زما د زړه رنځ لاعلاجه نه وو او د خدای د ځمکې په سر مې داسې یو طبیب پیژندو چې زما د زړه درمل ورسره وو .
خو ..................
خو داسې بریښي چې هغه طبیب د خپل طبابت په درجه او مرتبه نه دی خبر .
او ..............
او زما او د هغه طبیب تر منځ د رسم ، رواج ، کلتور او ټولنیزو بندیزونو داسې لوړ لوړ دیوالونه هم ولاړ دي چې یواځې او یواځې د اسرافیل شپیلۍ یې ړنګولی شي او بس .
څومره ښه او څومره لوړ بخت ، رنځ هم شته ، رنځور هم شته ، طبیب هم شته ، درمل هم شته خو .............
خو د رنځور او طبیب تر منځ لږ واټن شته چې باید طی شي او هغه واټن که همدا اوس یې د لنډولو تکل وکړم نو ایله د قیامت په ورځ به که خیر وی خلاص شي .
او زه به د خپل رنځ تر طبیبه ورسیږم .
آیا بیا به می درمل څه په ښه راشي !
اي زما خالقه !
زه باید تر اخره وکړیږم ؟
رنځ مې معلوم ، طبیب مې معلوم ، درمل مې معلوم دي خو د شفا نصیب مې نه شته .
هر څه له تا سره دي او ته یې خپلو مخلوقاتو ته په برخه کوی ، ژوند ، خوښي ، روغتیا ، خفګان ، درد ، رنځ ، او بالاخره مرګ.
د ټولو واک ستا دی ، ته ټولواک یې او زه ستا د رضا غوښتونکی په هر څه راضي یم . الهم لک الحمد .
راشه جانانه مرم بې له تا نه
لیونی کیږم ستا له هجرانه
دا ستا د سترګو بلا په ما شه وګوره ماته څنګ ته مې را شه
د درد درمانه شه مهربانه
لیونی کیږم ستا له هجرانه(ملنګ جان)