مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-15   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

تلګراف: انتخاباتي څارونکې د رشوت خبر ورکوي

تلګراف: انتخاباتي څارونکې د رشوت خبر ورکوي

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د انګلستان چاپ تلګراف  ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې خبر ورکړی چې د جمهور ریس حامد کرزي پلویانو د انتخاباتو په کمیسیون کې د دوي په ګټه د کار کولو لپاره یو شمیر  ناظرینو ته  د ۵۰۰ زره امریکایې ډالره رشوت وړاندیز  کړی.

ورځپاڼه لیکي چې دغو ناظرانو ته ویل شوي چې دغه پیسې د یو شمیر مشخصو کاندیدانو د ملاتړ لپاره ورته ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې کیدای شي د افغانستان د شنبې د ورځي په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د  انتخاباتو په څیر پراخه درغلي وشي ځکه چې ګڼ شمیر جعلي رایې پاڼې هغو ولایتونو ته رسیدلي کومو ته چې نړیوال څارونکي نه شي ورتلای .

رپوټ وایې چې یو کارت تر اوسه پوري په شل ډالره خرڅیږي خو په ځینو سیمو کې کارتونه تر پنځوستو ډالرو پوري بیه لري.

د افغانستان د ټاکنو یو غربي ناظر چې له ۲۰۰۱ کال را پدې خوا د افغانستان د انتخاباتو نآظر پاتي شوی او  ستیفن کارتر نومیږي تلګراف ورځپاڼي ته ویلي چې د افغانستان نا امنه وضیعت او د  حامد کرزي له لوري د مشخصو کاندیدانو ملاتړ دې ته زمینه برابروي چې د نوموړی پلویان په ډیرو رایو حاکم وي.

د ټاکنو د کمیسیون چارواکو دغه خبري رد کړي او وایې چې دوي په انتخاباتو مسلت دي او داسي څه نه ویني چې ګواکي په ټاکنو کې به مشخص کسان له ځانګړو دولتي پوستونو څخه د کاندیدانو په ګټه کار واخلي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery