دخپریدو نیټه : 2010-09-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسیدله
دربار
د افغانستان کرکټ بورډ پتلې ده چې د کينيا د سفر لپاره به د عربي متحده اماراتو د شارجې د ښار په لوبغالي کې چې د افغانستان کورنی لوبغالی دی چمتووالی نيسي. د دې تمرینونو لپاره ملي لوبډله متحده اماراتو ته نن ورسیدله او سبا ته په خپل تمریني کې پېل کوي چې سپتمبر تر ۲۶ نېټې پورې به دواو وکړي.
په دې لړ کې به افغان لوبډله د اماراتو د ملي لوبډلې سره دوه يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کوي چې په ۲۳ او ۲۴ نیټه به ترسره کېږي. دواړه لوبې به د شارجه په لوبغالي کې ترسره کېږي. ۲۳ او ۲۴ نېټې د پنجشنبې او جمعه ورځې دي او دا چې دا لوبې به د ماسپښين په ۴ بجو پيل کېږي او د شپې تر ناوخته به دوام کوي نو تمه ده چې په اماراتو کې مېشت ډېر افغانان به یې په لوبغالي کې سيل وکړي.
د اماراتو او افغانستان کرکټ بورډونو پرېکړه کړې ده چې د دې لوبو ټکټ به په ۱۰ درهم خرڅوي چې پاوکم درې ډالر کېږي. دا پيسې به د شارجې لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ ته ورکوي چې خپل فعاليتونه پرې غښتلي کړي.
د افغانستان او اماراتو کرکټ بورډ دا پرېکړه هم کړې ده چې د سږه کال په پای کې به په شارجه لوبغالي کې د افغانستان او اماراتو شريکه سيالي هم ترسره کړي چې له هرې غاړې به پکې درې لوبډلې برخه اخلي. له افغانستان څخه به د دې هېواد د الف، ۱۹ کاله ټيټ او يوه بله لوبډله برخه اخلي چې د دې لوبډلې لوبغاړي نړيواله تجربه لاس ته راوړي او د ملي لوبډلې ښه ملاتړ واوسېږي. د کرکټ بورډ دا ټولې هڅې د پرمختيايي پلان يوه برخه ده. د دې سيالۍ لپاره به افغانستان درې لوبډلې له راتلونکې ولایتي شل اوريزه سيالۍ څخه غوره کوي. راتلونکې شل اوریزې سیالۍ په کابل کې د سپتمبر په ۲۵نېټه پيل کېږي او د شمشاد تلويزيون به یې په ژوندۍ بڼه خپروي
د کينيا د لوبو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې به روزونکی راشد لطيف د افغان لوبډلې سره په شارجه او بيا په کينيا کې مل وي. لوبډله به کيڼيا ته د ستپمبر په ۲۸مه نېټه روانېږي. د کينيا سفر به د اکتوبر تر ۱۲مې نېټې پورې وي چې افغانستان به یې په ترڅ کې ۳ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کوي او يوه به د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې څلور ورځنې لوبه کوي.
افغان ملي لوبډله د اکتوبر په میاشت کې ډیر مهم سفر په مخ کې لري، د اکتوبر په دویمه نېټه د کینیا د هیواد د ملي لوبډلې سره څلور ورځینۍ لوبه لري، په دې لوبه کې به افغان لوبغاړي د انټرکانټینټل په سیالۍ کې د پای لوبې لپاره خپل برخلیک ټاکي.
د انټرکانټینټل یا د لویو وچو د سیالۍ پای لوبې ته درې هیوادونو نوماند دي چې افغانستان په لومړي مقام کې ۷۷ پوانټونه، سکاټلینډ په دویم مقام کې ۶۹ پوانټونه او د زمبوابی هیواد په دریم مقام کې ۶۳ پوانټونه لري.
که افغانستان د کینیا څخه دا لوبه وګټي او یا یې مساوي کړي نو د لویو وچو د سیالۍ جام پای لوبې ته لاره پیدا کوي، د لویو وچو د سیالۍ پای لوبه به د متحده اماراتو د دوبۍ د ولایت په نړیوال لوبغالي کې د ډیسمبر د میاشتې په پېل کې تر سره کیږي.
د پايلوبې ګټونکي ته یو لک ډالر انعام هم ورکول کېږي. پايلوبه به پنځه ورځنۍ لوبه وي.