دخپریدو نیټه : 2010-09-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
لماني ورځپاڼه : د پاکستان ګواښمن سقوط
ژباړه : سراج الحق ببرک زی
د المان له نامتو ورځپانې فرانکفورته الګمینه څایتوڼګ څخه
لیکوال : یوخین بوخ شتینر
ژباړه : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
پاکستان ډیري ژورې کندې ته ورنږدې کیږي . د دغې هیواد داتومي ځواک کاري وړتوب او ګواښ نړیوالې سولې ته ځښت ډیرشوي دی . دې ته په کتوسره د نړیوالې ټولنې هڅې شتون ډیرې لږ لیدل کیږي .
له ډیره مودې راهېسې د لویدیځوهیوادو د پلازمېنو په ښارونو کې ویل کیږي ، ریښتیني ګواښ له افغانستان څخه نه بلکې د پاکستان څخه نړیواله سوله ګواښوي .
دا ددغې هیواد لویوالې سره، د سیمیزو ځواکونو ترمنځه ستراتیجیک موقعیت او په ورستي پړوکې د دغې هیواد له اتومي وسلو سره تړو لري . پاکستان سربیر ه پر دې د ډیرو سیالو هیوادو دلیوالتیاوو او د سیالیو پراخ ډګر ګرځیدلې دی .
د ګواښ دواړه اصلي سرچینې : ۱ . اسلامي بنستپالیزم او ترهګړې خپرول ۲. د نوکلېیار یا اټومي ډلیزو وژنو وسلو ایکسپورټ او خپرول دي .
د پاکستان د وسلو ځواک کچه ته په کتو سره په هماغه اندازه نړیوالې سولې ته ګواښ رامنځته کړي دی . د نړیوالې ټولنې هڅې خورا لږ دي . داسي مالومیږي چې د افغانستان څخه له مخ تورې پرته ، په پرده او عزت کې دخپلو ځواکونو ایستل او د ایران اتومي پروګرام دا مهال ځښته ډیره ډیپلوماتېکې انررجې له اصلې موخې څخه ځان ته راجزب کړي وي . ترهغه چې د نړۍ دویم ستر اسلامي ملت با ثباته کړي او یا د ګډودیو کندې ته د لویدلو مخه ونیسي .
لاملونه یې اریانتیا،بې وستوب او یوې خوا ته تللې متمرکز فکري ډول دي . په ورستیو لسیزو کې ولسواک ټاکل شوي سیاسي چارواکې او پوځې دیکتاتوران په واک کې سره بدلیدل . له دغو بدلونو سره دغه هیواد په سیاسي واده کې پاتې راغلې او مورال یې ورستي کچي ته رسیدلې دی . د جنرال پرویزمشرف څخه ملکې زردارې ته د واک انتقال د واقعیتونو فا ینل یا پایلوبه وه،دا ټول په ناسمه توګه وڅیړل شول . له دوو کالو څخه را ورسته اوس د پاکستان هرې ځوا ته وګورئ هېڅ څوک نه په سترکو کیږي او نشته چې هغه باندې د یو ښه راتلونکې هیله او تمه وتړلې شي .
د پاکستان دوه مخې سیاست او مورال دا ګواښ یې رامنځته کړي چې داسیاست بدلون نه کوونکی دی .
دلته ډیرې هڅې وشوي ، چې له هغو استازیو کسانو سره یوې معاملې ته سره ورسیږي چې دا هیواد یې په لاس کې لرولو، دا هڅې ټولې په خواشینې بدلې شوي . حکومت چې ځان د ترهګرې په وړاندې مبارزه کې د نړیوالې تولنې متحد بولې، دا لار په ډیره ګرانه بیه تمامیږي ، هغه داچې حکومت ته د یو ګوند له خوا لارښوونه کیږي ، دا ګوند د بنسټپالو لپاره د تجموع مرکز ګرځیدلې دی . له یوې خوا پوځ په لویدیځ کې لا تر اوسه د سیکولاریزم کلک ساتندوی پیژندل کیږي . له بلې خوا پوځ په پټه په خپلو ادارو کې یوه مخ پروده سمپاټي یا د لیوالتیا لاره د اسلامي کودتا لپاره راجستر او خلاصه کړي ده .
د پاکستان د دوه مخې سیاست او مورال په اړه د برتانیا لومړ ي وزیر کمروون په دعوا کې وویل ، دغې حالت یو خواشینوونکې او پرله پسې پېښیدونکې ګواښ یې رامنځته کړي دی .
د تعجب خبره به نه وي چې دا فکر وکړو،که دا د بانکې بې وستوب او تنګ لاسي هیواد خپل برخلیک ته ور پریښودل شي او بایکاټ شي ،چې ورسره به په ټوله سیمه کې کسرونه رامنځه ته شي . دا فکر اوس ورو وروبرلاسه کیږي .
تر اوسه یواځې متحده ایالات په دې اړه فکر کوي، که له دغې هیواد څخه مخ واړول شي، دا به د دوی یو ه بې مسوولیتي وي . واشنګټن په ناهیلې او مایوسې سره د ډیپلوماسي فشار نو له لارې ،د طالبانو پټنځایونو باندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدنو له لارې او د ډیرو بې کچو مالې مرستو له لارې ،هڅه کوي چې په پاکستان کې د نور ناوړو حالاتو د رامنځته کیدو مخه ونیسي . د بریالیتوب خبره څوک کولې نه شي.
اسلامې بغاوت په خپریدو دی . یواځې د همدې میاشتي له پیل څخه د سلو څخه ډیر انسانان په ځانمرګې بریدونوکې خپل ژوند له لاسه ورکړي . سیلابونو کمزوي اقتصاد نوره هم کالونه کالونه شاته وغورځوه .
په ولس کې ناهیلې نور هم په جګیدو ده . اوس یو وار بیا دسیاسي واک دبدلیدو اوازې خپرې شوي دي ، ځینې بیا ویره لري چې انارشي یا ګډوډ یو خوا ته ګواښ ډیر شوي دی .
ددغې هیواد د ورانیو،ویجاړیدلو یا لمنځه تللو کچه خپلې ورستي پولې ته رسیدلې ده . د دې ورستیو تازه بیړنېو مرستو او هڅو په پیل کې دغه پوهه تر لاس شوه چې د پاکستان د قضیه په اړه د لودیدځوالو او امریکایانو ترمنځه د ځواک او مرستو ورستې پولې جوتې شوې .
د پاکستان د خطرناکه سقوط لاملونه نه یواځې د دوی د بډې یا رشوت اخیستونکو د لوړوزده کړوجګپورې سیاسي چارواکې او بنسټپال دي . بلکې له بهر څخه بهرنې انترس او فعالیتونه هم دي چې دوی هم هڅه کوي د بخار په دیګ کې فشار نوره ورزیات کړي .
اوس په حقه سره زموږ له خپلواکې څخه په پاکستان کې دفاع کیږي .
چین هڅه کوي خپله یوه مرکزي ستره جیوستراتجیکي پروژه د پاکستان په خاوره کې په پښو ودروي . دوی غواړي د ځمکې له لارې ګوادر بندر ته او له هغه ځایه د عربو خلیچ ته لاره ومومي . دغې پروژه په اغیزمنو سیمواو هیوادو کې ویره او ګواښ را ویښ کړي دی . هغه هیواد چې په پاکستان باندې ډیره اغیزې لری سعودي عربستان دی . دغه هیواد اسلامیزم په ټوله نړۍ کې خپر وي . په پاکستان کې د انقلابي وهابي زده کړو لپاره مالې مرستي کوي . دوی تل دودیزه لیبراله صوفیزم په شا تمبولې . دا په نامه سنې بنسټپالیزم نه یواځې د هیواد په نننه کې دشعیه ګانو پر وړاندې دی . د شعیه ګانو سره بیا د ایران له خوا مرسته کیږي . هندوستان له پخوا څخه پاکستانیان یې په فکرې ولکه یا محاصره کې نیولې دي . هند په کشمیر کې خپل پوځې ځواک او مانورونه ښیې،د پولې په اخوا کې داوبو نوې بندجوړولو ته هند پر خپلو اوبو باندې د برید په سترګه ګوري .
د پاکستان مجهول جوړښت او بحران یو سیمیز حل ته ارتیا لري . په اسلام اباد کې د دسیسو تیوري ښایې بل ډول وي . تر او سه ډیر لږ هیوادونه د پاکستان لمنځه تللو ته لیواله دي .
اما دوی کولې شي په ګده سره د اسلام اباد په وړاندې یو ګډ دریځ غوره کړي، دا به یواځینې لاره وي تر څو له دغې ورکې لار څخه را ووځې او دغه حالات لږ څه را تت کړي .
د همدوغو ستومانه کوونکو زور اچوونکو هڅو په درشل کې د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې خبرې اترې وشوي ،چې اروپا ته په پاکستان کې باید د امریکې په څیر یوه رغغنده ونډه ورکړل شي . ځکه له دوی څخه پاکستانیان نفرت لري او پاکستان ته بیا د ګاوندیانو له خوا دشک په سترګه کتل کیږي . اروپا نسبتآ بې پلو رول لوبولي شي . که څه هم اروپا د ګواښولو کوم خاص پوځې ځواک نه لري اومستقیمآ کومه خاصه اغیزه نه شي شیندلې . د خپلو خاصو سیاسي تګلار له لارې کولې شي په سیمه کې منځګړ توب وکړي .
که داخبره سمه وي چې موږ د خپلي خپلواکې اوخپل امنیت څخه په افغانستان کې دفاع کوو، په پاکستان کې دا په حقه سره هم دفاع کیدونکې ده .
پای