مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نن د کینیا سره افغانستان څلور ورځینۍ لوبه کوي

دربار


د افغانستان ملي لوبډله نن د کینیا هیواد د ملي لوبډلې  سره د انټرکانټینټل یا د لویو وچو د سیالۍ څلور ورځینۍ لوبه کوي
د کینیا سره د ملي لوبډلې لوبه نن د کابل په وخت ۱۱بجې پېل کیږي، د ا څلور ورځینۍ لوبه به نن پېل کیږي او د اکتوبر د پنځمې نیټې پورې به دوام کوي
د لوی وچو په سیالۍ کې د افغانستان دا اخري شبږمه څلور ورځینۍ لوبه ده، په دې لوبو کې افغانستان ۷۷ پوانټونه لري او دویم مقام یې لاسته راوړی.
سكاټلینډ لومړی مقام لري  او د پوانټونو شمېر یې اوس ۸۹ دی. څو ورځې مخکې سکاټلینډ د لویو وچو په جام کې دویم مقام لرلو او یوه لوبه یې د زمبوابی سره پاتې و خو سکاټلینډ دې ته حاضر نشو چې د زمبوابی سره لوبه په کینیا کې وکړي، د دې سره د کرکټ نړیوالي شورا پریکړه وکړه او د لوبې ۲۰ پوانټونه یې ټول سکاټلینډ ته  وړیا ورکړل.
د لویو وچو د پای لوبې لپاره افغانستان او سکاټلینډ لاره پیدا کړي ده، پای لوبه به د ډیسمبر په میاشت کې په متحده اماراتو کې ترسره کیږي.
افغانستان د کینیا سره درې یو ورځینۍ لوبې هم لري، لومړۍ یو ورځینۍ لوبه به د اکتوبر په دویمه نېټه، دویمه په ۹ نېټه او دریمه یو ورځینۍ لوبه به د اکتوبر په ۱۱ نېټه تر سره کیږي.

د دې سیالۍ په اړه اړین معلومات:
د کينيا سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.
دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په ډيسمبر کې به پای ته رسي چې پايلوبه به یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.

په دې لوبو کې افغان ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
. ۱- نوروز منګل
. ۲- محمد نبي عیسی خېل
. ۳- ميرويس اشرف
. ۴- کريم خان صادق
. ۵- محمد شهزاد محمدي
. ۶- حميد حسن
. ۷- نور علي ځدراڼ
. ۸- سميع الله شينواری
. ۹- اصغر ستانکزی
. ۱۰- شاهپور ځدراڼ
. ۱۱- خالقداد نوري
. ۱۲- نور الحق ملکزی
. ۱۳- عزت الله دولتزی
. ۱۴- محمد جاوید احمدي

  په دې سفر کې به د ملي لوبډلې سره تخنیکي مسؤلین په لاندې ډول دي:
د ملي لوبدلې مدیر: نظیم جار عبدالرحیمزی
د ملي لوبدلې روزونکی: راشد لطیف
د ملي لوبډلې فیزیو: عظیم ملک
د ملي لوبډلې ویډیو څیړونکی: داود بابر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery