د افغانستان ملي لوبډله د کینیا په پلازمېنه نیروبې کې د همدې هیواد د ملي لوبډلې سره د انټر کانټینل د سیالۍ په شپږمه څلور ورځینۍ لوبه بوخته ده. تر دې دمه افغانستان په دې لوبه کې خپلې دوه پاڼې کړي دي، افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۵ اورونه ولوبول او د ۴۶۴ منډو په جوړلو یې خپل ټول له لاسه ورکړه. د کینیا لوبډلې افغانستان ته په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۰ منډۍ وکړي او په ۳۹ اورونو کې يې ټول لوبغاړی وسوځیدل.
افغان ملي لوبډلې په دې سیالۍ کې خپله دویمه پاڼۍ هم کړي ده خو مخالف لوبډلې ته یې د لومړۍ پاڼۍ په څېر هدف نه دی ټاکلی، په دویمه پاڼۍ کې افغان ملي لوبډلې ۲۰۷ منډې جوړي کړي او په ۴۹.۱ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځیدل.
افغانستان په دواړو پاڼیو کې کینیا ته ۶۷۱ منډې هدف ټاکلي دی، کینیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۰ او د دویمې پاڼۍ توپ وهنې ته ولاړه ده، کینیا باید افغانستان ته ۵۱۲ منډې په دې دویمه پاڼۍ کې پوره کړي او که پوره یې نکړي نو د دې لوبې ۲۰ پوانټونه افغانستان ترلاسه کوي.
د کینیا لوبډلې نن خپله دویمه پاڼۍ پېل کړې ده، په دویمه پاڼۍ کې کینیا نن په ۸۲ اورونو کې ۳۲۴ منډې کړي او ۴ ویکټي په لاس کې لري، سبا ته کینیا د ګټلو لپاره ۱۸۸ منډو ته اړتیا لري.
لوبه ډیر سخت پړوا ته داخله شوي افغانستان باید په هر قیمت د دې لوبې ۲۰ پوانټونه خپل کړي ځکه که خپل یې نکړي نو په پایلوبه کې د مشکلاتو سره مخ کیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا پر یکړه کړي چې په پای لوبه کې دواړ هیوادونه مساوي شي نو د سیالۍ اتلولي به د هغې لوبډلې په برخه وي د کومې لوبډلې چې په ګروپونه کې پوانټونه ډیر وي یا مخکښې وي، اوس مهال د سکاټلینډ هیواد لوبډله چې له افغانستان څخه د ګروپونو پوانټونو کې مخکې ده ۸۹ پوانټونه په لاس کې لري، د افغانستان څخه یې تر دې دمه ۵ پوانټونه ډیر دي، کچیرته افغانستان د کینیا سره د دویمې پاڼۍ ۱۴ پوانټونه خپل کړي د افغانستان پوانټونه د سکاټلینډ د هیواد څخه زیاتیږي او ۹۷ ته پورته کیږي، نو په دې حساب افغانستان که پاتې ۱۴ پوانټونه سبا ته د کینیا خلاف خپل کړل په ګروپې حساب کې يې هم پوانټونه د سکاټلینډ څخه ډیریږي او په پای لوبه کې ورته د ګټلو چانس یو په څو چنده کیږي.
سبا ته د دې څلور ورځینۍ لوبې اخري ورځ ده، افغانستان کینیا ته پکې توپ اچونه کوي، لوبه به د کابل په وخت سبا ۱۱ بجې پېل کیږي.