مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کابل : د شل اوریزې سیالۍ پای ته ورسیدل

یاسیني

 

بیګا شپه د افغانستان کرکټ بورډ د اتصالاتو په مالي ملاتړ د شل اوریزې سیالۍ د اتلې او دویم مقام ګـټونکې لوبډلې لپاره یوه ستره غونډه جوړه کړي و چې په لسګونو د هیواد مخورو پکې ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پېل شوه، د تلاوت څخه وروسته د ملي سرود په غږولو د غونډې ټول ګډونوال لاس په نامه د ملي سرود احترام ته ودریدل.

د غونډې پرانستنه د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر محترم ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وکړه، ښاغلي زاخېلوال په خپله وینا کې د کرکټ بورډ په لاسته راوړنو خبرې وکړي او د اتصالاتو، شمشاد تلویزیون او د سپريم د ملاتړ څخه ډیره مننه وکړه.

همدا رانګه محترم زاخېلوال صېب په افغانستان کې د کرکټ د لوبغالو په جوړولو خبرې وکړي، د ننګرهار د کرکټ د معیاري سټیدم په اړه یې هم معلومات ورکړل چې همدا اوس پرې کار روان دی او د ملي سوداګر نجیب زراب څخه یې له زړه له کومې مننه وکړه چې د د غازې امان الله خان په لوبغالي کې یې ۳۵ جریبه مځکه او د سټډیم د جوړیدلو لپاره کافي مالي ملاتړ کړی.

د کرکټ بورډ عمومي مشر د کابل د ښاروال څخه هم خپله خوشالي وښودله چې د کابل د سټډیم په جوړولو کې یې د سټډیم د ځای په اړه یې د کرکټ بورډ سره ډیره همکاري کړي ده.

همدارنګه د غونډې ګډونوالو د شمشاد تلویزیون مشر حاجې فضل کریم فضل، د اتصالاتو د مخابراتي شرکت استازي یاسر ابو العمائم، د سپریم د نړیوال لوجستکي شرکت استازي ښاغلي کیفن، سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ مرستیال مشر شهزاده مسعود او د کابل ښاروال انجینیر یونس نوندیش خبرې وکړي. ټول محترمینو د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ هڅې وستایلې او خپل ملاتړ ترې اعلان کړ.

د شل اوریزې سیالۍ په اړه جوړه شوي غونډه کې د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي محترم زاخیلوال د اتصالاتو مخابراتي شرکت، د شمشاد تلویزیون او د سپریم لوجستکي نړیوال شرکت ته د هغوی ستاینلیکونه ورکړل چې د افغان کرکټ د پرمختګ یې مالي او معنوي ملانړ کړی دی.

همدارنګه د افغان کرکټ بورډ ټولو کارکوونکوو  ته  شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ښه سرته رسولو او ښه اداره کولو ستاینلیکونه ورکړل. د کرکټ بورډ کارکوونکو ته د ولسي جرګې غړو فاروق میړني، ملالۍ شینواري،صفیه صدیقي، ناردخان کټوازی د ښځو د وزارت معینې پلوشې کاکړ او د افغانستان ستر لیکوال اسماعیل یون ستاینلیکونه ورکړل


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery