مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د يوه ټرافيك ګيله

ر. ځواکمن

طنز

هى جفا كارې دنيا په تاكې ژوند له څه توپيرونو ډك دى، زه په څلور لارې كې ولاړ يم، زما تر مخې خلك د لاډا او ټاټا په پستو پستو او تودو تودو څوكيو كې په څه دبدبو تېرېږي او زه ورته ګورم، هغوى زغلي او زه ولاړ يم، هغوى چكرونه وهي او مېلې كوي او زه ولاړ يم، پلي كسان له هغو نه ځوانې نجونې د ګلابي عطرونو وږمې زما سوګمو ته رالېږي او خپله ځي، ژر ژر زما له مخې تېرېږي، په منډو منډو تېرېږي او يوه شېبه هم نه غواړي چې د ولاړو له حاله خبرى شي، واى واى زه ولاړ يم او هغوى روانې دي، هغوى ځي او نه راستنېږي، نه راګوري، د شپلاق په اواز هم غوږونه كڼوي، زما د شپلاق اواز هم نه اوري، زه شپلاق وهم او دوى تېرېږي، په ګڼه ګوڼه ځي، ډلې ډلې، پلي تېرېږي او په لاډا او ډاډ سون كې تېرېږي ځي او بيا هم ځي خو زه بايد ولاړ اوسم، زه بايد د پېښو مخنيوى وكړم، د واټونو نظم وساتم، د ټكر مخه ونيسم، موټر چلوونكي په خپلو ټاكلو كرښو تګ ته راوبولم. هو! په ټاكلو كرښو تګ ته او ترافيكي قوانين ورباندې ومنم، خو كه له ياده يې وباسي او ويې نه مني نو ټولو ته نه، خو يوازې د لاريو او چكلو خاوندانو ته بيا زما چلند مالوم دى، هغوى ته د خپلو سرغړونو سزا مالومه ده، ډېره وړه جزا وركوم، يوازې د جريمې په يوه پاڼه د هغوى ډارول، له تګ نه لږه شېبه پاتې كول او ځنډول او بيا يې له جيبونو د څو كاغذونو ترلاسه كول او جيبونه يې سپكول، خو واى واى جفاكارې دنيا! هغوى هم په څو لمبر سمو او لمبربدلو نوټونو زما سترګو ته خاورې راشيندي او راباندې قانون  ماتوي. نه نه نور هېڅكله داسې نه كوم، زه بايد ترافيكي قانون د پښو لاندې نه كړم، د موټر چلوونكو لايسنسونه په غور سره وګورم. د موټرو لمبر پليټونو، د بار او سوارليو اندازې  او داسې نورو ته پام وكړم، پليو كسانو ته د تلو راتلو لاره خلاصه كړم، د موټرو د چټكې چلونې خنډ شم او نور په ناچلو نوټونو ترافيكي قانون مات نه كړم هوكى! نه يې ماتوم خو په يو شرط او هغه دا چې روان كسان په لاډ او ټاټا په ټيوټا او ډاډسون كې ناست كسان په زياتو دبدبو زما له مخې تېر نه شي،نجونې د ځوانۍ د عطرونو وږمې زما سوږمو ته راونه شړي او كه راشړي يې نو په بيړه زما له مخې تېرې نه شي، د تلو او راتلو نظم په نظر كې ونيسي او لږه شېبه په واټ كې پښه نيولى شي. شاوخوا په غړولو سترګو وګوري او زما د زړه چاودي شپلاق له چونګني اواز سره بې پروا چلند ونه كړي، ځكه چې بيا زما غوسه هم راپارېږي او مجبوروي مې چې د جريمې پاڼه وركړم، خو دې ته مې مه اړ باسئ او داسې مه كوئ، يه روانو كسانو يه په پستو څوكيو كې ناستو، يه لاډاګانو، يه ټاټاګانو، زه ولاړ يم او تاسې روان ياست، ځغلۍ او ځغلۍ خو په ما زړه نه سوزوئ، نو ځئ ژر ژر ځئ له مخې مې په بيړه بيړه تېر شئ، له سترګو مې ژر پناه شئ، بېوفا كسانو، جفاكارې دنيا... دوى روان دي او زه ولاړ يم !!!
١٣٦٨ل      

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery