دخپریدو نیټه : 2005-10-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په افغانستان کې د امريکائي چورلکو تخنيکي مرض!!
موسکا
موسکا
نن سبا په ټوله نړۍ کې د چرګانو دساري مرض نه ددولتو او ولسو په کچه ډېره لويه هنګامه را پورته کړېده . د چرګانو مرګئ او و انسانانو ته ددې مرګي دوايروس خپرېدل دې مرګي ټوله نړۍ وار خطا کړې او هېوادونه خپل ټول احتياطي اووقايوي تدابير چټک کړي دي څو ددې مرض د خپرېدو نه ډډه او د هغه مخنيوی وکړي .
دا خبره دي پر ځاي وي خو په په افغانستان کې د نورو ناخوالو سره سره بيا بل شاني مرض د خپرېدو په حال کې دی. په پوځې عملياتو کې د امريکايې چورلکوتخنيکي مرض ! ددې سره جوخت کله کله دې چورلکو ته دغه مرضونه هم پېښيږي:
ددې چورلکو په سهوي سره د بمباريو مرض ! ددې چورلکوپه خطايې ټک سره د خلګو د وژنو مرض ! ددې چورلکونه د پخپل سرد بمونو د لوېدلو مرض! په لوی ﻻس په درختو کې ددې چورلکودبندېدلو مرض! ددې چورلکو د پخپل سر چاودېدلو مرض! په هوا کې دورکېدو او ددې چورلکو د سوځېدلو مرض! عجيب شاني مرض په ګډ سوی دی .!
خو کوم څه چې په دې مرض کې د اندېښنې وړ نه دي بلل سوی هغه په دې چورلکو کې د سورليو د روغ رمټ د پاتې کېدو تخنيک دی! دا چورلکې په خپل لوړ تخنيکې مهارت او پياوړ تيا سره که وچاودي،که ولوېږي، که اور واخلي، که په درخته کې بندي سي او که بله د خداي ټکه پر ولوېږي، پيلوټان او سورلۍ يې روغ رمټي پاتې کيږي! يوازي څو ورځي وروسته هغوی ټپيان سي خو کله چې د چورلکو د لوېدو تحقيقات بشپړ سوه نو بيا يې جنازې امريکا ته لېږدول کيږي! ! دغه عجيب تخنيکې مهارت ته يې چې رشتيا سي ټوله ګوته په غاښ کې نيسي!
پوځي ، مطبوعاتي او ډيپلوماټيکې منابع او ددې چورلکو د جوړېدو امريکايې کمپنۍ، ټوله د يوه سره شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او په دې عرصه کې د هغوی ماهران ډېر تلاښ کوي چې ددې چورلکو تخنيکي پياوړتيا يوې خواته پرېږدي او د هغوی د تخنيکي مرض علاج پيدا کړي! خو متأسفانه تر اوسه يې هيڅ هم لاسته ته نه دي را وړي !!
په کابل او په واشنګټن کې مسؤلين هم لاس تر زنه ندي ناست! هغوی سر پرسر او يو پر بل پسې يې د تحقيقاتو لړۍ روانه ساتلې ده ، خو د چورلکو دلوېدو، دچورلکو د چاودېدو، دچورلکو دسوځېدو، دچورلکودورکېدو، دچورلکو د تخنيکې ستوزو د مرض نه عاجزه پاتي سوی دي ! دوی وايې چې و دې چورلکو ته عجيب شاني تخنيکې مرض پېښ سوی دی!
په امريکا کې بحري توپانونه، په نړۍ کې د چرګانو مرګونه او په افغانستان کې د امريکايې چورلکو تخنيکي مرضونه خداي و رشتيا چې ډېري پرېشانۍ را مينځته کړي اوخلګ يې په وېره کې اچولي دي !
افغاني ، امريکايې او دفاعي تخنيکي کارپوهان او ماهران خلګو ته ډاډ ورکوي چې وار دي نه خطا کوي ځکه د هري دانې چورلکي دلوېدو تحقيقات به جلا جلا دوام ولري، او دا هم وايې چې دم در حاله د چورلکو تخنيکې مرض تر کنټرول لاندي دی !