لودين
په کندهار کي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري لس بيلابيل اثار چاپ او خپاره سوه .
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست له لوري په دي وروستيو کي پر يوه ځاى لس بيلابيل علمي ، کلتوري ، تاريخي ، ادبي او هنري کتابونه په ښکلي قطعه ، ښه صحافت او رنګه ډول چاپ او د مطالعي د مينه والو دپاره وړاندي سول .
نوموړي اثار چي تاريخ افغانستان تر عصر ګورګانيان هند ، کچکول لمړى ټوک ، کچکول دوهم ټوک ، زړه په لاس کي ، هلمند د کلتور په ساحه کي ، په لاسونو کي سکروټي ، ادبيات ، خزانه تابه ويل او انارګل نومونه لري مالي لګښت يي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له خوا ورکول سوي دى
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي چي ددي لړۍ په جريان به د ولايت مقام په مرسته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري هره مياشت بيلابيل اثار چاپ او خپريږي . .