دخپریدو نیټه : 2010-10-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پولیتیکن: په کابل کی د یونما دپخوانی مشرنوی څرګندونی
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
کای ایدی په افغانستان کی د یونما پخوانۍ مشر د ډنمارکی یوی ډیری مشهوری ورځپاڼی پولیتیکن ( ۱ ) په بلنه په ډنمارک کی یوی ناستی ته راغلی وو څو دافغانستان پر حالاتو وږغیږی . دده دڅرګندونو یو لندیز د نوموړی ورځبانی په ۸ / ۱۰/ ۲۰۱۰ ګڼه کی خپور شوی او هلته یی پر امریکا باندی پدی خاطر نیوکی کړی چی دافغانانو سره سلامشوری نه کوی . دادی دده دڅرګندونو دغټو ټکیو پښتو ژباړه په لاندی کرښو کی لوستونکو ته وړاندی کوم :
کای ایدی وایی لکه څنګه چی افغانستان د اوسنی حکومت په وخت کی ښه حال نلری ، دطالبانوسره یی هم راتلونکی ښه نه ښکاری . ددی سوال په خواب کی چی ایا جنګ ته دوام ورکول به کومه دپام وړ پرمختیا ولری که څنګه ، دی څرګندوی : « له هر څه نه وړاندی باید ځانونه پدی خبره پوه کړو چی افغانستان څه ډول یو هیواد دی . بهرنیان په افغانستان کی یوازی دکابل ارامو سیمو ته تګ راتګ او دهغو سیاستوالو سره خبری او مصاحبی کوی چی هغه د لودیز مینه وال خلګ دی . پدی توګه دافغانستان څخه تل یو غلط انځور تر لاسه شویدی » . دی افغانستان دداسی یوه هیواد په توګه یادوی چی داوسیدونکو دریمه برخه یی دلوږی اوفقر پرخط پراته دی ، دښځو د ژوند منځنۍ اوږدوالۍ یی ۴۴ کاله او ددغه معیار له مخی افغانستان دنړی د دوو هیوادونو څخه یو دی (دافغانستان په ګډون د یو دوو هیوادونو پرته نژدی په ټولی نړی کی دښځو منځنۍ عمر تر نارینه وو زیات دی . زباړونکۍ ) ، دهیواد په ډیرو برخو کی دوګړو یوازی دری سلنی ( فیصده ) لیک لوست کولای شی . ددی سره سره چی افغانستان داسیا تر ټولو ستر د اوسپنی کانونه اوهمدارنګه نور معدنونه لری ، دهیواد وګړی یی داقتصادی حالت له مخی اصلا منځنۍ طبقه نلری ( لږکۍ یی ډیر شتمن او ډیرکۍ یی بیخی نیستمن دی . ژباړونکی ) . پدی توګه دنړی یو دډیرو فقیرو هیوادونو په ډله کی راځی .
کای ایدی په افغانستان کی یوه د ډیرو لویو لاسته راوړنو څخه و ښوونځیو ته د ۷ میلیونه ماشومانو تګ بولی چی دوه نیم میلیونه یی نجونی دی . دی زیاتوی ، سره لدی چی دداسی هیوادونو په پرتله لکه بوسنیا ، وافغانستان ته لږی مرستی رسیدلی دی ، خوبیاهم کیدلای شوه پدغو پیسو باندی ډیر کارونه تر سره شی . ددغو نیمګړتیاوو یو مهم لامل همدا وو چی په پیل کی امریکا دافغانستان دپاره هیڅ یوه ستراتیژی ندرلوده . ددغه لامل له مخی ډیر ارزښتناک وخت بیځایه تیر او له لاسه ووت .
هغه مهال په افغانستان کی د نوی کال د ونی سیاست پر مخ بیول کیده ( اروپایان د مسیحی نوی کال په درشل کی دناجو یوه وړه ونه په خپل کور کی دروی او دکور هر غړی دخپلی خوښی وړ تزئینی توکی ور پوری په ښاخونو کی ځړوی . ژباړونکی ) او هرچا به دا ونه په خپل ذوق ښکلی کول ، د مرستو څخه په اغیزمنو ګټه اخیستلو کی اصلا همږغی توب موجود نه وو . دی دبیلګی په توګه یادوونه کوی چی یو ځل یی په کندهار کی د کرهنیزو حاصلاتو سوړځۍ ( سردخانه ) ولیده چی دیخولو سیسټم دچالان ساتلو دپاره یی ډیزل ندرلوده او دا پداسی حال کی وه چی امریکا ۲۵۰ میلیونه ډالره ددغه ډول کارونو دپاره ځانګړی کړی وه .
دی وایی چی په پیل کی امریګا دافغانانو د زړونو دلاسته راوړلړ په موخه هرکال ۴۰ میلیونه ډالر لګول خو اوس یی دارقم تر یوه میلیارد بوری رسولی مګر ددی پیسو دلګولو په چارو کی دافغانانو سره مشوری هم نکوی . ما وخت په وخت ورته یاده کړی چی داپیسی باید پر مناسبو چارو باندی په اغیزمنو ځایونو کی ولګیږی ځکه چی د فوندامنتالیزم د ناروغی پر ضد تر ټولو ښه او موثر واکسین اقتصادی پرمختیا ده . په افغانستان کی باید په اقتصادی چاروکی له هرڅه نه زیات و دی کارته پاملرنه وشی چی په ټولنه کی یی یوه پراخه منځنۍ طبفه منځته راشی او پدی توګه د کښتني فقیری طبقی وزن کم شی . پدی اړه هم دافغانانو سره سلامشوری نه کیږی او نظر یی نه ارویدل کیږی .
کای ایدی یو ځل دخپل سفر پرمهال په واشنګټن کی دیوه افغان سیاستوال څخه یو تلیفونی پیغام تر لاسه کړی وو چی فقط یوه کلمه او هغه نیوکلونیالیزم ( نوی استعمار ) وو
اختلاس هم دافغانستان په لوړ پوړو کړیو کی د پرمحتیا په وړاندی یو ستر خنډ جوړوی . ددی کار دمخنیوی په چارو کی هم پکار ده دافغانانو نظر ته ډیره پاملرنه وشی . داهم د اختلاس یو شکل ګڼلای شو چی افغانستان ته د ټولو وارداتو نیمه برخه نړیوالو قواوو ایساف ته رسیږی . داپریکړه هم ایساف کوی نه افغان چارواکی چی څوک باید له محصول څخه معاف وګڼل شی .
کای ایدی پر دی بحث باندی نیوکی کوی چی دامهال دنړیوالو قوتونو دبیرته ایستلو په موخه روان دی . دی وایی چی داکار د وسله والو مخالفانو مورال ورجګوی ، نوموړی پر دی خبره ټینګار کوی چی د طالبنو سره دیالوګ او خبری اتری یوه بیړنۍ اړتیاده . که داکار ترسره کیږی نو موږ باید هیڅکله هم ځانونه ورڅخه تر شا نکړو او په وړاندی یی خنډ و نه ګرځو .
د کای ایدی سره په ډنمارک کی ددغی ناستی پر مهال یو شمیر افغانان هم حاضر وه . دوی پر کای ایدی باندی پدی خلطر نیوکی وکړی چی دی په افغانستان کی د امریکا په مشری دنړیوالو وسلوالو قوتونو مداخله د یوی تیروتنی او غلط کار په توګه نه بولی .حاضرو افغانانو دی خبری ته اشاره وکړه چی د۲۰۰۱ کال دسپتمر پر ۱۱ نیټه پر نړیوال سوداګریز مرکز باندی د الوتکو بریدونو د انتقام اخیستنی یو ضرورت را منځته کړ او ددغه غچ اخیستنی په کار کی دناټو هیوادونو د امریکا سره د خواخوږۍ ښودلو په خاطر خپل وسلوال قوتونه افغانستان ته ولیږل ، نه دتروریزم سره د مقابلی دضرورت په خاطر.
کای ایدی ددی سوال په ځواب کی چی ایا دتروریزم څخه به دلودیز د خوندی ساتلو په موخه دا ښه نه وی څو په اقتصادی برخه کی زیاتی پرمختیایی پروژی پکار واچولی شی تردی چی د وسلو پرمټ تکیه وشی ؟ ده وویل : ددی کار دمخنیوی پخاطر نباید یوازی وسلی وکارولی شی بلکه اړینه او ګټوره ده چی پرمحتیایی چارو ته هم ډیر پام واړول شی .
Politiken ۱ ) ـ (