مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

گارډین : د افغان ولسمشر دفتر ، له آیرانه د پیسو کڅوړې تر لاسه کوي

ژباړه : رحمت آریا


ژباړه : رحمت آریا
خبریال : له کابله : Jon Boone
دوشنبې : د اکتوبر ۲۵، ۲۰۱۰ ز کال

حامد کرزي ومنله چې د ارگ د چارو درستیزوال ېې هر کال  د آیران له دولت څخه له « نغدو پسیو ډکې کڅوړې» چې شمېره ېې سلگونو زره یورو ته رسیږي تر لاسه کوي.

افغان ولسمشر یوه خبري کنفرانس ته وویل چې تر لاسه شوې نغدې پیسې دده د دفتر د لگښتونو لپاره لگول کېږي او ډېر خوښ دی چې د آیران له دولت څخه دومره ډېرې پیسې تر لاسه کوي ، آیران په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو یوه بنسټېز سیمه ېیز میرڅمن دی.

کرزي وویل « دا کومه پټه خبره نه ده. موږ د آیران له دا ډول مرستو څخه منندوی یو. د امریکا متحده ایالات هم همداسې کوي. امریکا زموږ یو شمیر دفترونو ته نغدې پیسې برابروي." کرزي وویل « آیرانی دولت هر کال موږ ته یو یا دوه ځله اوه سوه زره یورو چې شپږسوه او پینځه ویشت زره یورو کیږي راکوي او د پیسو اخیستنه د عمر داؤود زي له پلوه شوې ده» ، عمر داؤود زی د ارگ د چارو ځواکمن درستیزوال دی او ټول پوهیږي چې داؤودزی ، لویدیز- دښمنه لېد لوری لري.

 

نیویارک ټایمز گزارش ورکړ چې : د شنبې ورځ وه ،  او آیران ته د کرزي د رسمي سفر د پای شېبې وې، د ولسمشر د الوتکې الوتنه د یوه آیراني چارواکي د راتگ لپاره ځنډول شوې وه ، لنډه دا چې له نغدو پیسو ډکه کڅوړه داؤود زي ته د ولسمشر په الوتکه کې دننه د آیراني رسمي چارواکي له پلوه ورکړل شوه.

کرزي منلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د چارو په زړه کې آیران ژوره ونډه لري او دا په حقیقت کې له هغې معما څخه پرده پورته کوي چې له ډېرو وختونو راپه دېخوا دده د دفتر د مالي وجوهاتو په اړه شاربل کېدله. له ډېرو پخوا وختونو انگیرل کېدل چې کرزی په پَستې خټې کې ډوبو او پریمانو پیسو ته لاسرسی لري ځکه کرزی د خپلې سیاسي ټلوالې ملگرو او نورو متحدینو ته د پیسو، موټرو او نورو وړندو جایزو په بڼه کې د باج د ورکړې خوی او عادت لري.

آیران له ډیرو پخوا وختونو کیږي چې په افغانستان کې دننه خپلې اغیزې لري. کرزي ، کابل ته د آیراني ولسمشر احمد نژاد په رسمي رابللو د امریکایانو په پایڅو کې ورږې ور خوشې کړې او امریکایان ېې کلک وارخطا کړل، آیراني مشر د افغانستان له زړه څخه د امریکا د پالیسۍ پرخلاف د خپلې خوښې وینا واوروله او وېې ویل چې امریکايي سرتیري دې له افغانستانه ووځي.

له بلې خوا کرزي ټینگار وکړ چې د آیراني پیسو په ورکړه کې هېڅ ډول بدورگه شی نه دی پروت. کرزي وویل « ددغو پیسو په بدل هغوی د ښو اړیکو غوښتونکي دي...... افغانستان او آیران دواړه د گاونډیتوب اړیکې لري.» کرزي د خپلو خبرو په دوام وویل : « موږ هم د دا ډول اړیکو د لرلو په بدل کې ډیر شیان غوښتي دي... له دې امله دا د گاونډیو ترمنځ د اړیکو یو ډول دی. زه به بیا هم ولاړشم او له آیرانه به د مرستو غوښتنو ته دوام ورکړم.»

د سپینې ماڼۍ ویاند بیل بارتون Bill Burton وویل « نړیواله ټولنه د آیران په دا ډول لوڅو پوڅو باید د هر ډول اندیښنو حق ولري چې له مخې ېې غواړي د افغانستان پر اوږو باندی د خپلو منفي اغېزو پیټي ور بار کړي.»

د سپينې ماڼۍ له یو بل ویاند [ پي جی کرولي PJ Crowley] څخه د کرزي د ادعا په اړه پوښته وشوه چې امریکا هم پخوا کرزي ته د پیسو کڅوړې ورکولې، ښاغلي کرولي وویل دا کار پخوا کیده خو اوس نه تر سره کیږي.

کرولي وویل « که موږ څو کاله شا ته وگورو نو د افغانستان د مالي سیستم د جوړښت د ستونزو له امله داسې حالات ول چې افغانستان ته د مرستو ورکره د نغدو پیسو په ډول ورکول کېدله. خو نن ورځ ، مرسته د تیر مهال په شان نه تر سره کیږي.»

د گاونډي تاجیکستان له ولسمشر، امام علي رحمانوف سره د یوه خبري کنفرانس په لړ کې کرزي د شخصي کمپنیو پر تړلو ټینگار وکړ او دده په وینا دغه کمپنۍ « د افغان ماشومانو» د وژنو او د « ترهگرۍ د ودۍ» پازوالي په غاړه لري.

انگریزي متن دلته ولولـﺊ :
http://www.guardian.co.uk/world/2010/oct/25/hamid-karzai-office-cash-iran

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery