۲۸.۱۰.۲۰۰۵
دهغه خبر نه څو شېبې وروسته چې په کابل کې د عامي روغتيا دوزارت لخوا اعلان او په هغه کې دا اندېښنه ښکاره سوه چې د افغانستان د فضا نه د وحشي مرغانو د کوچېدو په حالت کې به ښايې چې د مرغانو د انفلوانزا مرض په افغانستان کې خپور سي ، په کابل او دهغه په شاوخوا کلو کې مېشته چرګو او چرګانو په داسي حال کې چې د طالبانو د بريد له وېري چرګان دمخه او چرګي په پسې وې ،يوه درنه مظاهره وکړه! . هغوی چې د مرګ پر امريکا او مرګ پر مرغي انفلوانزا شعارونه يې دځانه سره وړل د عامي روغتيا د وزارت نه تېر او د ارګ دماڼۍ په وړاندي ودرېدل او د ښاغلي کرزي نه يې د يوې اعلاميې په خپرېدو سره دهغه نه وغوښتل چې برادره څه خوشي ټوکې خو نه دي،بازي بازي د چرګانو د ژونده سره هم بازي! هغوی اذانونه ورکول چې زموږ ژوند په خطر کې دی ان د مړو چرګانو واردات لا پردې هېواد باندي بند سوه اوته ناځوانه ﻻ قرار ناست يې خپل چرګان خورې او هيڅ چرت دي په موږ نه دی خراپ! آخر ددې خبري پاي به څه کيږي؟. هغوي بس همدا چيغي وهلې چې زموږ غم بايد وخوړل سي کنه په کابل کې که د چرګ خورو غوښي کمي سوې نو موږ په نس وږي او په تن لوڅ بې زبانه چرګان يې مخه نسو نيولاي ! هغوي دامريکايې د پوځي ځواکو نو پر ضد هم شعارونه ورکول او په دې اړوند يې د هغوی نه د مرستي او ډاډګېرني غوښتنه کوله . چرګو او چرګانو دديموکراسۍ د مفاداتو نه په استفادې سره په يوه سلا داخبره و امريکايې ځواکونو ته په ډاګه کړه چې تاسو چې دلته راغلي ياست که زموږ امنيت نسۍ ساتلاي لږ تر لږه خو په موږکې دمرضو دخپرېدو مخه و نيسۍ!!
مظاهره نن ماپښين د چرګانو په ډله ايزه اذانو سره په داسي حال کې د وېري او ډار په فضا کې پاې ته ورسېده چې د ټروريستي حملې دډاره يې پر سر باندي د B52 طيارې په هوا کې ګرځېدې!! .