مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زړه بګۍ

ر. ځواکمن


زما سوارلي بايد هرومرو په زړه بګۍ کې سرته رسېدلې وي، ځکه چې زما په زاړه جيب کې يوازې يو زوړ لسګون ټوکر ټوکر پروت و، د سړک په سر د زړې بګۍ د راتلو په تمه وم. زما له مخې هر ډول بګۍ تېرېدلې، په ځينو کې ځوان او تکړه بګيوالا ناست وو، د ځينو بګيو د مستو او ځوانواسونو په غاړو کې ډول ډول ګلان او زينتي ټوټې مالومېدلې او ورسره ورسره به يې له شوره ډکو ګونګرو ګانو د سړک ترڅنګ د ونو الوتونکي په نڅا راوستل. څو ځوان اسونه زما له مخې تېر شول هېڅ يوه ته مې لاس ونه نيوه، ځکه چې پوهېدم هرو مرو راڅخه زياته کرايه غواړي، خو لږ څه وروسته مې له ورايه په يوې زړې بګۍ سترګې ونښتې. د بګۍ اس پمن او له خيرو ډک و، دومره ډنګر او زوړ و چې په زورونو زورونو يې يوازې بګيوان راښکودلاى شو او عجيبه لا دلته وه چې بګيوان هم په خوله کې يو غاښ نه درلود او د مخ په پوټکي کې يې نور د ګونځو ځاى نه و پاتې. دا لا څه چې د اس پر وليو سوره بګۍ هم دومره زړه وه چې تا به ويل د پېړيو پېړيو سوزوونکي لمر وهلې او پوره يې سپوره کړې ده. کله مې چې لاس ورته ورکړ بګيوالا بګۍ په زورونو زورونو ودروله او زه هم په بيړه ورجګ شوم. څرنګه چې د بګۍ اس، بګۍ والا او ټوله بګۍ زړه وه نو ځکه مې بې تشويشه په کې خپل تګ پيل که او دا ويره راسره نه وه چې بګيوالا به راڅخه له لسو افغانيو زياته کرايه وغواړي...                         
بګۍ ته زما په ورختلو د اس تګ نور هم ورو شو او که رښتيا ووايم نو يوازې همدومره مالومېده چې بګۍ روانه ده او بس. زموږ له مخې مست او ځغلنده اسونه په چټکۍ سره تېرېدل او ګونګرو ګانو ته به يې زموږ اس هم کله کله لکۍ ټانګه کړه خو منډه يې نه شوه اخيستلاى او کله به چې کومه بګۍ له موږ څخه مخ ته شوه نو بګيوان به ورو څټ وګراوه او په قمچينه به يې د اس له غوږ نه شړق پورته که. خو د اس په تګ کې به کوم بدلون رانه غى. په دې توګه له ښه ځنډ وروسته ټاکلي ځاى ته ورسېدم، جيب ته مې لاس که او د بګيوان کرايه مې هغه ته په مخ کې ونيوه هغه په زيات کړاو سر وښوراوه او بيا يې وويل: پوره شل افغانۍ کېږي.                                                                                                                            
  - کاکا تر دې ځايه لس افغانۍ کرايه ده او ته شل....                                                                 
- ته ددې ښار له نرخه نه يې خبر دلته کرايه د وخت او ساعت په تېرېدلو اخيستله کېږي.    
- او دا څرنګه؟                                                                                                                                    
- دا دارنګه چې تا زما يو ساعت وخت ونيو او نورې بګۍ يوازې په نيم ساعت کې دلته رارسېدلاى شي.  په دې ډول ما په زړه بګۍ کې د يوه سپين سري ټرافيک د حکم له صادرولو وروسته پر يوه زوړ لسګون سربېره خپل زوړ واسکټ هم ګرو کېښود او دوسيه د زاړه بګيوان په ګټه تمامه شوه!!!

١٣٦٨ل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery