مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان لوبډلې په پاکستان کې د خپلو سیالولوبډلو سره لوبه

راحیله جواد

د ۱۹ کلنو څخه کم عمره دوه افغان لوبډلې په پاکستان کې د خپلو سیالولوبډلو سره لوبه
افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره دوه لوبډلې د پاکستان هیواد ته د تمرین لپاره ولیږلي، دا دوه لوبډلې چې ۲۶ لوبغاړي دي افغان کرکټ بورډ د ۵۰۰ کرکټ لوبغاړو ازموینه کې غوره کړي و.

نوموړې لوبډلې به د پښتونخوا دا ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره دوه لوبې او دوه نورې لوبې به په ایبټ اباد کې د خپلې سیالې لوبډلې سره کوي.

د دواړو لوبډلو مهال ویش داسې ټاکل شوی چې سبا ورځ چې د نوفمبر د ۱۱ ده لومړۍ او دویمه لوبه د نوفمبر په ۱۲ د پښتونخوا د ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلو سره کوي.

دوه نورې لوبې د نوفمبر په ۱۴ او ۱۵ نېټه د ایبټ اباد د ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره په ایبټ اباد کې ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو څخه کمر عمره ملي لوبډلې لپاره ۱۴ اساسي او ۴ مرستندویه لوبغاړو ته اړتیا لري، په دې ۲۶ لوبغاړو کې چې هر لوبغاړی ښه وځلید د افغان ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلې ته به لاره پیدا کوي.

افغان کرکټ بورډ د دې ۲۶ لوبغاړو د هډوکو ازموینه هم په کابل کې فرانسوي روغتون ته سپارلې ده، فرانسوي روغتون به افغان کرکټ بورډ ته ډیر ژر د هډوکو د ازموینې له لارې د لوبغاړو صحیح او دقیق عمرونه راولیږي.

په دی  سفر کې دواړو لوبډلو سره  زراب شاه زهیر ،حاجي احمد شاه احمدي او دولت احمدزی د غوره کوونکو په صفت ، اسدالله خان د روزونکي په صفت او ډاکټر نورالله د ډاکټر په صفت په  سفر تللي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې کله د دې لوبډلو سره تللي مسؤلین د لوبو وروسته خپل هیواد ته بیرته راستانه شي نو د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان ملي لوبډله به د منډو د کتاب له مخې غوره کوي. په دې ۲۶ لوبغاړو کې چې هر لوبغاړی ښه وځلید او ښه لاسته راوړنه یې ولره په خپل استعداد به د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery