مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-04   مخپرونکئ : یاقوت زابلی

ap - زاخېلوال: ویکي لیکس له امریکا سره اړیکې زیانمنوي

سرچېنه: اسوشیټيډپریس

ژباړه اوترتیب: یاقوت زابلی

وروسته تر هغه چې د ویکي لیکس سایټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پټو اسنادو د خپراوي په لړ کې د ولسمشر کرزي په اړه په کابل کې د امریکايي سفیر یو یادښت خپور کړ په افغانستان کې په اړه یو شمېر غبرګونونه راوپارول.

پدغه یادښت کې د سفیر ایکن بیري او د افغانستان د ماليې د وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال له خولې حامدکرزی یو نالایقه شخص یادشوی خو زاخېلوال نن دغه خبره په کلکه رد کړه.

هغه اسوشیټیډپريس اژانس ته ویلي چې ده هیڅکله نه دي ویلي چې حامدکرزی یو کمزوری شخص دی او پدې اړه د ده خبرې یا تحریف شوې او یا هم په ده پوري تپل شوې دي.

افغان وزیر د امریکا سفیر پدې تورن کړ چې د ولسمشر کرزي په اړه یې د خپلې نظریې د ځواکمنتیا په موخه دده خبرې په اړولي شکل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږلې دي.

زاخېلوال زیاته کړه ( دې کار زما او سفیر ایکن بیري تر منځ لږ اعتماد هم پرېنښود).

د امریکا سفیر تر اوسه پوري دافغانستان د مالیې د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه تر اوسه پوري څه ندي ویلي.

که څه هم تر دې وړاندي یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو ویلي و چې د ویکي لیکس افشا شوي معلومات به د دوي اړیکو ته زیان ونه رسوی خو د افغان کابینې د یو اغېزمن وزیر په توګه د عمر زاخېلوال وروستیو څرګندونو ته د لا توندو غبرګونونو دیوې پیلامې په توګه کتل کیږي

باور کیږي چې د ویکي لیکس له لوري د امریکا د پټو اسنادو له افشا سره به د دغه هېواد اړیکې د افغانستان په ګډون د نړۍ له یوشمېر نورو هېوادونو سره هم ترینګلې شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery