دمحصلینو له پاره دلسانس دورې دمونوګراف لیکنې له پاره دلومړي ځل له پاره یو ځانګړی څېړنیز اثر چاپ شو دغه اثر چې ځوان لیکوال اوژورنالست ګل رحمن رحماني په یوسل او لسو مخونوکې لیکلي تازه له جلال اباده دګودر خپرندویې ټولنې له خوا په دوه زره ټوکونو کې خپور شوی او استاد اسدالله غضنفر یوه یادونه ورباندې راغلې ده بې له شکه چې دمحصلینو له پاره به یوه غوره ډالۍ او اسانتیا وې کتاب په ښکلې قطعه اوصحافت کې درې څپرکي اوځای ځای بېلګې هم لري دیادونې وړ ده چې له دې نه وړاندې هم دښاغلي رحماني اته کتابه چاپ شوي دي چې وروستۍ هغه یې ( بې وطنه ) دلنډو کیسو ټولګه ده .
محصلین کولی شي دغه کتاب دمینې مجلې له اخیستنځایونو او دهېوادله ټولو کتابونو په وړ بیه ترلاسه کړي .