د افغانستان کرکټ بورډ بیګا شپه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په ویاړ یو لویه لمانځغونډه جوړې کړې و چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته پکې ستاینلیکونه او نغد انعامونه ورکړل
افغان کرکټ بورډ دا غونډه په صافي لنډمارک هوټل کې جوړه کې و، په غونډه کې د ۵۰۰ څخه زیاتو افغان مخورو او د کرکټ مینوالو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونکونکې د ملي سرود احترام ته ولاړ دي، افغان کرکټ بورډ په هر ځاي او د هر غونډې پېل د قرانکریم په تلاوت او د خپل هیواد په ملي سرود کوي
د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان ملي لوبډله وستایله او ټول ملت ته یې په اسیاد په لوبو کې د سپینوزرو او د لویو وچو دسیالۍ جام او د سرزو مډال مبارکي وايي.
ښاغلي زاخېلوال د ټول افغان ملت څخه چې په هر ځای کې دې مننه وکړه او د ملي لوبډلې لوبغاړو او اداري پرسونل ته یې زر امریکائي ډالر او یو یو ستاینلیک ورکړ.
حمید حسن چې ۴۳ ویکټې او شهزاد محمدي د ۸۰۰څخه زیاتې منډې د لویو وچو په سیالۍ کې کړې وې د سیالۍ غوره لوبغاړي ونومول شول او د افغانستان کرکټ بورډ دواړو ته یو یو لک افغانۍ انعامونه ورکړل.
افغان کرکټ بورډ د لویو وچو په سیالۍ کې شپږ لوبې کړي چې د شپږ واړو لوبو غوره لوبغاړي ته یې زر زر ډالر انعامونه ورکړل.
۱- نوروز منګل د کینیا خلاف ۱۶۸ منډې کړي نو ځکه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شوی و.
۲- نور علي ځدران د زمبابوی لوبډلې په خلاف په دوو پاڼیو کې یوه یوه سلیزه وهلې و او د هغې لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.
۳- دولت احمدزي د ایریلینډ خلاف په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي سوځولي و نو د هغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
۴- شاپور ځدران د هالینډ هیواد په خلاف ۶ لوبغاړي سوځولې و او د هغې لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.
۵- سمیع الله شینواري په یوه پاڼۍ کې د سکاټلینډ هیواد په خلاف ۱۰۲ منډې کړي وې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
۶- حمید حسن په پایلوبه کې ۸ویکټې د سکاټلینډ خلاف اخستې وي او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.
افغان کرکټ بورد د لوبو وچو جام د شپږو لوبو غوره لوبغاړو ته یو یو ستاینلیک او زر زر ډالر انعامونه ورکړل.