که په سرکې مې دماغزو په نامه څه وو، که په زړه کې مې دوینې په نامه څه بهېدل او عقل یوازې نه وم پرېښی نو یوه شېبه به هم هغه شور هېر نه کړم چې په ماشومتوب کې زما د ژوند همیشنی ملګری وو ، هسې خو ماشومتوب ټول له شوره ډک وي خو زه یو ځانګړی شور یادوم هغه شور چې یوازې داسرافیل شپېلۍ به یې زماله ذهنه باسي زما ښه په یاد دې چې په ماشومتوب کې زه دخپل کلي تر ټولو شوخ ماشوم زموږ دکلي بوډاګان چې ماچېرته ووینې نو زما دماشومتوب کیسې دومره په خوند خوند راته بیانوي چې بېرته مې ماشومتوب ته زړه وشي ، زړه مې غواړې چې بیا ماشوم شم په کوڅو کې یبله پښې منډې ووهم په مخ دخلکو څېړې وخورم او تر ټولو مهمه داچې ددرد په وخت له زړه نه په چېغو چېغو وژاړم .
هر سهار به چې دلمر له راختو سره له کلي دشپې دچوپیتا لمنه ټوله شوه نو ټول هلکان به په شور زوږ له کورونو راووتل بکسې به یې په شا وې شور به یې جوړ کړی وو اودلمر ترګرمېد و پورې به مو له بامونو کاغذي الوتکې الوزولې او بری به دهغه چا وو چې کاغذې الوتکه به یې تر نورو ډېره لاړه ماهم داسې کاغد پیدا کړی وو چې ورنه جوړه کړې کاغذې الوتکه به مې له نورو وړاندې لاړه او کله به چې دتوت دونو په څانګو کې بنده شوه نو ټولو هلکانو به راپسې منډې کړې چې دوی ته هم دغسې الوتکه جوړه کړم ، بیا نوزه وم چې په هریوه به ناز کاوه او خپله دکتابونو بکسه به مې تر ښوونځیه ورباندې وړله او کاغذې الوتکه به مې ورته جوړوله خو ددوی په لاس کې به بیاهم الوتکې دومره الوت نه کړ لکه مابه چې هوا ته توږوله ، دوی ټولو ویل چې دهغه په لاس کې تاثیر دی په کاغذ کې خبره نه ده هو ریښتیا هم همداسې وه ما ډېرې کاغذې الوتکې هوا ته اوچتې کړې وې په دې مینه کې مې دخپلو کورنیو دندو دکتابچې پاڼې هم خلاصې کړې وې خو دا ټول غرور مې هغه وخت مات شو چې یوه ورځ مې کاغذي الوتکه دونې دکومې څانګې په ځای مخامخ لاړه او دکلي په مینځ کې دولاړو اوبو ډنډ ته ولویده او نور نو دخپل کلي ماشومانو څه چې دنیمايي ښوونځی دخندا وړ شوم او هلته مې حس کړه چې زه هم له خپلې کاغذې الوتکې سره یو ځای دغه ډنډ ته لوېدلی یم هو ریښتیاهم لوېدلی وم او د ډنډ په تل کې مې په ماتو پښو لامبو وهله هو یو وخت چالاس راکړ راوچت یې کړم او خپله کاغذي الوتکه مې هلته پرېښوده وخت تېر شو زړه مې صبر ونه کړ یو ځل بیا مې کاغذي الوتکه جوړه کړه خو داځل زه خپله په کې سپور شوم په نوې کاغذي بېړۍ کې ډېر وړاندې لاړم الوتکه مې دونو دڅانګو په ځای د نوح علیه السلام دبېړۍ غوندې دغرونو په څوکه کښېنوله او روانوله یو وخت مې پام شو چې ډېر وړاندې تللی یم الوتکه هم نه ده ستړې زه هغسې دروند نه وم لکه پخوا، لاړم ډېر وړاندې لاړم په تورو ورېځو کې پټ شوم پام مې نه وو چې تورې ورېځې له باران او توپان نه ډکې وي او یوه شېبه مې چې پام شو نو زما کاغذې الوتکه باران لمده کړې وه له الوت نه ودرېده او دمخامخ تګ په ځای ښکته روانه شوه او چې ماسترګې غړولې لاندې په شنه سمندر کې پروت وم وریځې ورکې وې په سختۍ مې یو ځل بیا سترګې پرانستې او چې کاغذي الوتکې ته مې وکتل نو له هغه الوتکې سره یې ډېر توفیر وو کومې چې زه دکلي په ډنډ کې غورځولی وم .داځل مې مات لاسونه هم نه وو راپاتې وږو کبانو خوړلي وو اوزه د نهنګانو دراتلو په انتظاریم اوس زما لاس نه شته چې څوک یې ونیسي اوله سمندره مې راوباسي .
۱۳۸۹/۹/۲۵-کابل ښار