مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کولپه خوله

محمود نظری

طنز
د کلی سپي درویزګرته شوه یوه خوله
د هغه په لوڅو لیچو یې  شوه اوبه اوبه خوله
هغه نارې کړې کلیوالوته چې هله مرسته
هغوی پروا و نه کړه درویزګر په نیمه خوله
په اوریدو یې څو شوه دنس او خولې ایله
یو یو  ویل زه ولي د درویزګر وکړم  په خوله
د خوار درویزګرخولې وېښتان وکړه
چا يې نه ریزه کوله پياز د خوار په خوله
د درویزګر په خوله کې ودریدي  ژیړې اوبه
 مګرکلیوالو نیولی لاس وو پر خوله
 کلیوالو ټولوخوله په مو مووهلي وه
سپي په   چوپه  د درویزګر پلټله خوله
ول آغا خوله ستړی کول  نه لیري ګټه
هغو له مرستې  ایرې درکړې په خوله
 درویزګر واچوی خپلي خولې ته کولپ 
او ويې ژغوړله د بې خوندي  خپله خوله
سپي پوه شوه چې نه دي یو خوله کلیوال
اور په خوله وړي مشر سپي سره کړه خوله
 نوروخروړو هم د تیری واچولې خولې
د درویزګر يې پریښود په میدان سره خوله
سهار سپکه خوله  کلیوال شوه په را ټول
خوشاله شول د هغه په دی وچه شوې خوله
ګاوند سپو ته ورسیده خبره خوله په خوله
 چې د بر کلي د انسانانو غوښه ده خوږه
 وازه خوله کلیوال نه توکی د یو بل په خوله
 دکلیوالو یې عادت دی تل    سړه خوله
 د هر خوا  خروړي راغله د کلي په خوا
 په سپنیه   ورځ  یې  داړل هلکان اومه خوله
روږد شوه په دې  کلي وچه خوله سپي
هر خواته پراته وه ماشومان سره خوله
دکلیوالو خوله اسمان ته ختلي وه
دنیا ورته نیولې وه ګوته په خوله
 ویل  یو هوښيار  څومره بده ده پټه خوله
دوښمن ته نیولی سر کښته او سړه خوله
د خپل ورور په وژولو  خوله مه تړه انسانه
 مه کوه  نادودو چکچکې په وازه خوله
په کار دی د یو بل په خوله کې توکل
ځکه د یوې خولې سو ک سموی  کږه خوله

کنايي
یوه خوله( اتفاق )؛ په خوله کې ژیړی اوبه دریدل( متهم و مجرم)؛ خولې ويښتان کول( ډیر ویل)، پياز د چا په خوله نه ریزه کول( اهمیت نه ورکول)، تر خولې ژیړې اوبه بهېدل( ډیر ضعیف  نادار او وږی)، خوله په مو مووهل( څه نه ویل)، په خوله لاس نیول ( څه نه ویل )، په نیمه خوله غوښتل( په رمز او اشاره)، تر خولي تیری کول( له حده تجاوز کول)، خوله اسمان ته نیولی (  مایوسه کیدل)، خوله ستړې کول( ډیر ویل)، اور په خوله وړل(ډیر حریص او خونخوار)، د خولې خوند بدول( بی ځایه غوښتنه)، ایري په خوله ورکول( څوک بی برخه کول)، خوله پلټل( د چا رایی مالومول)، خوله ته کولپ اچول( څه نه ویل)، سره خوله( مړ)، خوله وازه نیول ( کم عقل)، اومه خوله هلک( نابالغ)، خوله اوبه اوبه ( اشتها)؛ نس تر خولی ایله( ارږی بد)، خوله پټیدل( مړ). خوله په خوله ( افواه)، ګوته په خوله(حیران او دریان)، خوله اچول( داړل)، وچه خوله( وږي)، ،  په خوله کی سره توکل (اتفاق کول)،خوله آسمان ته ختل ( اریان کیدل) ،خوله وچېدل  ( مړ )،خوله تړل ( رشوت ورکول)،په خوله کی وهل ( غوسه کیدل)،سپکه خوله( بی باکی).


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery