مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرکټ افغان لوبډله د لوبې کولو څخه منع شوه.

ستوری مومند
د رارسېدلو راپورونو له مخې د کرکت بورډ لخوا چې کومه لوبډله د پړانګ پنوم د سند صوبې ته لېږل شوي وه د شپې د پاکستان د استخباراتې پولیسو او سيمه ايزو پوليسو د کتنو وروسته څلور لوبغاړ نه پاسپورټ درلوده او نه افغان مهاجر کارت. چې دغه څلورو لوبغاړو ته سمدستي د سنده صوبې د پرېښودلو حکم وشو او ورته وويل چې ورسره به قانونې کړنه نه کوې او نه به دوۍ بنديانوي. خو د دوۍ بايد پوليس همدا اوس لدې صوبې څخه وباۍ. دا چې دغه څلورو لوبغاړو ته ستونزه پېښه نشي ټولو لوبغاړې د يوې ګډې پرېکړې وروسته بېرته پېښور ته راستانه شول يو لوبغاړې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پړه د کرکټ بورد په مشر حامد شينواري او ادارې وراچوله او په خبرو کې يې وويل چې کرکټ بورد خو څه دا لومړی ځل ندې چې لوبغاړي بېرون ته ليږي. دوۍ بايد لوبغاړي د قانوني لارو وليږي تر څو ورته ستونزې پيدا نشي همد اراز نوموړي لوبغاړي زياته کړه چې کرکټ بورډ يوازې دوۍ ته زر افغانۍ ورکړي او ورته يې ويلې چې ژر شئ ځان لوبې ته ورسوۍ لکه څوک چې خيرات ته ليږي.
بل اړخ ته د پاکستان جيو تلويزيون خبر ورکړ چې مشکوک افغان کرکټ لوبډله په سنده کې د لوبې کولو څخه منعه شوه په خبر کې ويل شوي چې افغان لوبډلې د ځان سره څلور تنه مشکوک لوبغاړي درلودل.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم څو ځل افغاني لوبغاړي پرته له کوم قانوني سند څخه پاکستان ته د لوبو لپاره ليږل شوي دي. بايد په راتلونکې کې دې خبرې ته زياته پاملرنه وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery