مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

قاضی صاحب

ډاکټر فیض الله (ٍثاقب)

قاضی صاحب دا ټول تاسې وژلی دی

د محکمې په تالار کې چوپتیا خپره وه.
هېچا د قاضی له امر پرته خبرې نه شوې کولی.
د یوې لوېې دښمنۍ څېړنه کېده.
د دښمنۍ په لړ کې شپاړس وګړی وژل وی وه.
قاضی وژونکی ته لاس ونیوه او غږ ېې پرې وکړ.
تورګله:پاڅه.
ووایه.
سپین دې ولې وژلې؟
د تورګل سترګې بوټې بوټې را ووتې.
ما څوک ندی وژلی.
ما هېڅوک ندی وژلی.
زه قاتل نه یم.
زه قاتل نه یم.
قاضی لمړی ګواه ته ګوته ونیوله.
غږ ېې پرې وکړ
ستانه ګله پاڅه.
ووایه تا څه لیدلی؟
رښتیا به وايي.
که دروغ دې وویل نو کلکه سزا به ووینې.
سوګند به درته درکوم.
رښتیا به وایی.
ستانه ګل: له ځایه اوچت شو.
قاضی صیب: ما پخپلو سترګو ولیدل چې تورګل د سنګین په بدن د ټوپک یوولس ګولۍ یخې کړې
هغه ځای په ځای راپرېووت.
خوار تر روغتون پورې هم و نه رسېد.
ځای په ځای مړ شو.
قاضی بل ګواه ته ګوته ونیوه.
جماله: پاڅېږه.
ګواهی ورکړه.
جمال هم له خپل ځایه پاڅېد.
وې ویل: قاضی صاحب دا خو لویه دښمنی ده.
دا څوکاله پرله پسې روانه ده.
شپاړس تنه پکې وژل شوی دی.
ما هم پخپلو سترګو ولیدل چې تورګل د سنګین په سینه د ګولیو ډک ټوپک خالی کړ او هغه ځای په ځای مړ شو.
قاضی دریم ګواه ته ګوته ونیوله.
ننګیالیه: پاڅېږه.
رښتیا رښتیا به وایی.
تا څه لیدلی دی؟
ننګیالی اوچت شو او د جمال او ستانه ګل خبرې ېې تکرار کړې.
د محکمې له تالار څخه یو شاوخوا پنځوس کلن سړی پاڅېد.
قاضی ته ېې وویل:
قاضی صیب ماهم دا هرڅه پخپلو سترګو لیدلی.
زه د خدای په سپېڅلی نوم سوګند کوم چې رښتیا وایم.
رښتینې ګواهی ورکوم.
هېڅ دروغ به نه وایم.
قاضی صیب ستاسو اجازه ده؟
قاضی صیب ورته د هوکړې سر وښوراوه.
پاڅېږه ووایه.
تا څه لیدلی؟
لالو کاکا هم له ځایه پاڅېد.
غاړه ېې تازه کړه –  وې ویل:
قاضی صیب هغوی درېواړه دروغ وایی.
نه پوهېږی.
دا ټول تاسو وژلی دی.
ستاسو محکمې وژلی دی.
ددې شپاړسو وګړو قاتل تاسې یاست.
زه د خدای په سپېڅلی نوم سوګند کوم چې دا ټول تاسې وژلی دی.
هغه داسې چې که تاسو د تورګل د پلار قاتل وژلی وای.
هغه مو په دار ځړولی وی.
لمړی قاتل ته مو سزا ورکړې وای.
نو دا شپاړس تنه وګړی به اوس نه وژل کېدل.
یواځې دوه تنه به وژل شوی وه.
لمړی قاتل او مقتول به مړه وه.
دومره نور به ولې وژل کېدل؟
لدې کبله د لمړی قاتل او مقتول پرته د نورو ټولو څوارلس وګړو قاتل تاسې یاست.
دا ټول تاسې وژلی.
د دې ټولو قاتلان تاسو یاست.
ستاسو محکمې وژلی دی.
ستاسو محکمه قاتله ده.
تاسې عدالت په بډو پلورئ.
په بېلابېلو نومونو د عدالت د پلی کېدو مخه نیولې ده.
تاسې قاتلان یاست.
تاسې قاتلان یاست.
تاسې قاتلان یاست.


په درناوی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery