دا په یوسل او څلورو مخونو او بېلابېلو فورمونو کي د ځوان شاعر او ژورنالیست جعفرهاند شعري مجموعه ده چي نږدې وخت ترمخه چاپ سوې ده.
دښاغلي هاند شاعري د میني خواږه ، دردونه ، فراق ، گیلې ، کرشمې ، ارزښت اوتقدس اوکله کله علمي اوفلسفي نظریې په ځان کي نغاړي . شاعره اولیکواله مېرمن زینب سالک پردغه مجموعه په سریزه کي لیکي : دهاندصاحب شاعري دلوستلواوفکرکولو دپاره ډېرڅه لري .